ترینکوټ (پژواک، ۱۴ تله ١٤٠٢): اروزګان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې درېیو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د اروزګان ولایت مقام ویاند احسانالله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کس د لواطت او دوه نور د زنا په تور نیول شوي وو چې د دوسیو له نهایي کېدو وروسته نن په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه .
هغه وویل، هر مجرم ٣٩ دُرې ووهل شو او په بند هم محکوم شول.
نوموړي زیاته کړه، د ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د حکم له مخې پر یادو کسانو حد جاري شو.
د اروزګان د والي ویاند زیاتوي، یاده تعزیري سزا په عام محضر کې ورکول شوه او د عبرت لپاره ډېر شمېر کسان هم را بلل شوي وو.
تردې مخکې هم په مرکز ترینکوټ کې ٢١ کسان چې د بېلابېلو جرمنو په تور نیول شوي وو، د محکمې په حکم په عام محضر کې په دُرو ووهل شول.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن