Language

دراني: افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شوی، خو د پاکستان سوله لا هم ورکه ده

اټلانټا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني‌ ویلي چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شوی، خو د پاکستان سوله لا هم ورکه ده.

د امریکا غږ د خبر له مخې، دراني دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ اسلام‌اباد کې یو نړۍوال سیمینار ته کړې دي.

هغه زیاته کړې، د پاکستان حکومت د پاکستاني‌ طالبانو د تښتېدلو مشرانو له لوري د ترهګریزو بریدونو د ختمولو په اړه د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې کړې دي.

خو دراني یو ځل بیا ادعا وکړه چې د ټي‌ټي‌پي بریدونه په سرحدي سیمو کې ډېر شوي‌ دي.

login or register a new account.