منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دراني: افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شوی، خو د پاکستان سوله لا هم ورکه ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۴ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني‌ ویلي چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شوی، خو د پاکستان سوله لا هم ورکه ده.

د امریکا غږ د خبر له مخې، دراني دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ اسلام‌اباد کې یو نړۍوال سیمینار ته کړې دي.

هغه زیاته کړې، د پاکستان حکومت د پاکستاني‌ طالبانو د تښتېدلو مشرانو له لوري د ترهګریزو بریدونو د ختمولو په اړه د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې کړې دي.

خو دراني یو ځل بیا ادعا وکړه چې د ټي‌ټي‌پي بریدونه په سرحدي سیمو کې ډېر شوي‌ دي.

هغه وویل چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان اوسنی حکومت پړ نه شي ګڼلای.

نوموړي زیاته کړه: «پاکستان هیله لري طالبانو چې څنګه په خپلې خاورې کې سوله ټېنګه کړې، باید زموږ په سرحدي سیمو کې د سولې په راوستلو کې هم برخه واخلي او د پاکستان د تحریک طالبان کسان چې په افغانستان کې پناه اخیستې، یا دې پاکستان ته ستانه کړل شي او یا دې له منځه یوړل شي.»

دا په داسې حال کې چې د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو ډلو د حضور خبره رد کړه او ویې ویل چې دلته هیڅ داسې وسله‌وال بهرنی وګړی نه شته چې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

له دې مخکې د ا.ا.ا د دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد ویلي وو، هیڅوک دې په خپله خاوره کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ناکامۍ پړه پر افغانانو او د طالبانو پر حکومت نه اچوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست