ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وردګ پوهنتون د احاطې دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې

د وردګ پوهنتون د احاطې دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
8 Oct 2023 - 18:48
د وردګ پوهنتون د احاطې دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
8 Oct 2023 - 18:48

میدان‌ښار(پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۲): میدان‌وردګو کې مسوولین وايي، نن د ۴۰ میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د وردګ پوهنتون د احاطې دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم چې میدان‌وردګو ته یې سفر کړی له دغه پوهنتونه د لیدنې پرمهال یې وویل، راتلونکی کال به د وردګ پوهنتون‎ د لیلیې ودانۍ هم جوړه شي.

هغه زیاته کړه چې د لوړو زده‌کړو وزارت رهبري د تحصیلي نظام د پياوړتیا لپاره هڅې کوي.

د دغه پوهنتون رییس مولوي صفت‌الله حقاني هم وویل چې د دې پروژې لګښت ۴۰ میلیون او ۳۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی چې د دولت له بودجې ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه چې د یادې پروژې کارونه به د شپږو میاشتو په اوږدو کې بشپړ شي.

نوموړی وايي، دغه پوهنتون کې د ۱۷۷ کادري ښوونکو له خوا د کرنې، ښوونې او روزنې، اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو محصلینو ته زده‌کړې ورکول کېږي.

هغه وویل چې د یاد پوهنتون لپاره د شرعیاتو پوهنځی هم منظور شوی چې په وینا يې راتلونکی کال به محصلین ومني.

بلخوا د دغه پوهنتون محصلین هم د دې پروژې پيلېدو ته خوښ دي او له حکومته غواړي چې په وردګ پوهنتون کې دې د یو شمېر ودانيو نیمګړې چارې هم بشپړې کړي.

د یاد پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي یوه محصل رفیع‌الله پژواک ته وویل، د دوی په پوهنتون کې د ځینو ودانیو چارې نیمګړې پاتې دي چې باید بشپړې شي.

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.