هرات (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر په هرات کې د دغه هېواد له میشت سرقنسول سره په ګډه د دغه ولایت له زلزلهځپلو سیمو لیدنه وکړه او سلګونو زیانمنو شوو کورنیو ته یې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشلې دي.
په افغانستان کې د ترکیې د سفارت شارژدافیر جینګ اونال او په هرات کې د دغه هېواد سرقنسول سینان ایلخان نن د دغه ولایت د زندهجان ولسوالۍ له زیانمنو کلیو د لیدنې پر مهال ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې.
اونال له سياهاب کلي د لیدنې پر مهال وويل چې دا ناورين ډېر زره بوږوونکی دی او بايد په سيمه کې د ژغورنې ټیمونه او د مرستندويه بنسټونو له لوري د مرستې پروسه پياوړي شي.
نوموړي د هرات زندهجان ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال، خپل هېواد د دې پېښې له قربانيانو سره د هر اړخیز ملاتړ په برخه کې ژمن وباله.
ورته وخت کې د دغه هېواد سرقنسول سینان ایلخان هم ویلي، د ترکیې دولت تل په هر ډول شرایطو کې له خپلو افغان وروڼو سره ولاړ دی او دوی به په ورتو حالاتو کې یوازې پرې نه ږدي.
بلخوا، زلزلهځپلو ته د مرستو د تنظیم کمېسيون رییس مولوي شرافالدين مسلم چې د ریاستالوزراء د هدایت پر اساس یې دغه ولايت ته سفر کړى، رسنیو ته یې وویل چې تر اوسه په دې پېښه کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي او له ۲۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي چې د هغه په وینا کېدای شي د تلفاتو په شمېر کې بدلون راشي.
د ځايي سرچينو په وینا، تر اوسه د خلکو مرستې، د يونيسف د ګرځنده ټیمونو له لوري روغتیایي خدمات، سرې مياشتې، یواېناېچسيار او د خوړو نړۍوال سازمان مرستې په سیمه کې خلکو ته رسېدلې او ټاکل شوې چې دوه زره کورنۍ به نن او سبا په زیانمنو شوو سیمو کې د ترکيې حکومت له لوري د خوراکي توکو کڅوړې ترلاسه کړي.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن