ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې ګرځندوی صنعت ځایي اوسېدونکو ته د لنډمهال کار زمینه برابره کړې

بامیان کې ګرځندوی صنعت ځایي اوسېدونکو ته د لنډمهال کار زمینه برابره کړې

author avatar
9 Oct 2023 - 16:56
بامیان کې ګرځندوی صنعت ځایي اوسېدونکو ته د لنډمهال کار زمینه برابره کړې
author avatar
9 Oct 2023 - 16:56

بامیان (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۲): د بامیان ځایي مسوولین وایي چې تېرو شپږو میاشتو کې دغه ولایت کې له ۱۱۵ زرو ډېرو ګرځندویانو له حضور سره د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شوې ده.

د دغو مسوولینو په خبره، بامیان د افغانستان په کچه یو لرغونی او تاریخي ولایت دی چې ډېر په زړه پوري او تاریخي ځایونه لري او هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان ورته راځي.

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی یوه کارپوه حمزه یوسفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د ګرځندوی صنعت د نړۍ په کچه یو له ډېرو عایدولرونکو صنعتونو دی چې د توریستي سیمو د اوسېدونکو په کار او عایداتو کې مهم رول لري.

د هغه په خبره، د روان کال په دوو لومړیو ربعو کې – چې دغه ولایت کې د سیاحت، تفریح او ګرځندوی لپاره مناسب فصل دی – د ګرځندویانو حضور، د سیمې نږدې ۶ زرو کسانو ته د لنډمهالو کارونو زمینه برابره کړې ده.

نوموړي وویل چې یادو اوسېدونکو ته د لاسي صنایعو، ټرانسپورت، هوټل او د سیمې د تولیداتو د پلور په برخو کې د کار زمینه برابره شوې ده.

نجیب‌الله چې له کابله بامیان ته راغلی وایي، د تفریح او طبیعي ځایونو د لیدلو په موخه یې دغه ولایت ته سفر کړی، څو له روحي ستونزو خلاصی ومومي.

نوموړي زیاته کړه: «دوه ورځې دغه ولایت کې وم چې نږدې ۴ زره افغانۍ مې د موټر د کرایې، د ډوډۍ خوړولو، ټکټ اخیستو او د سیمې د تولیداتو خریدارۍ په موخه مصرف کړې دي.»

د بامیان ـ بندامیر پر لار یوه ټکسي چلوونکي محمود وویل چې شاوخوا درې کاله کېږي پر دې لار موټرچلووي او له دې لارې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ ټول لګښتونه برابروي.

هغه وویل په ټوله ورځ کې چې بندامیر او بامیان ته لاړ او راشي دوه زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي چې نږدې ۸۰۰ افغانۍ یې د تېلو او خوړو مصرف او نورې ورته پاتې کېږي.

د بندامیر د دروازې د ټکټونو د وېش مسوول او قراردادي سیدظامین وایي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو ۱۱۵۷۶۱ سیلانیانو له بندامیر (د هېواد له لومړني ملي پارک) څخه لیدنه کړې ده.

د هغه په خبره، په بامیان کې د ګرځندوی فصل لنډ وي چې شاوخوا ۵ میاشتې نیسي نو له دې امله په دې برخه کې د کار او فعالیت وخت هم زیاد نه وي څو په دې برخه کې د پانګوالو او سوداګرو لېوالتیا ډېره شي.

د بامیان پوهنتون د توریزم برخي یو استاد سیدعبدال سجادي وایي چې په بامیان کې د امنیت ټینګښت، طبیعي او ښکلي ځایونو او لرغونې سیمې د دې لامل شوي چې دغه ولایت ته ډېر سیلانیان راشي.

د هغه په خبره، د دغه صنعت د پراختیا او ودې لپاره باید له پوهنتوني ظرفیتونو، لنډمهالو زده‌کړو او د ګرځندوی د چارو پر مخ وړلو لپاره له مسلکي کسانو استفاده وشي څو د یوې تعریف شوې علمي ستراتېژۍ له مخې په بامیان کې د دغه صنعت د غوړېدو زمینه برابره شي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.