[restrict paid="true"]
مزارشریف (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): بلخ کې د موټر چپه کېدو پېښه کې اووه خبریالان چې د قوشتېپې کانال د دویم فاز پرانیستې مراسمو د پوښښ په موخه دولتاباد ولسوالۍ ته روان وو، ټپیان شوي.
د ټپي شوو خبریالانو له ډلې د اریانا نیوز خبریال نجیبالله فریاد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن له غرمې وروسته یوه بجه د دولتاباد ولسوالۍ قلتان سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې دی او ورسره نور شپږ خبریالان د قوشتېپې کانال د دویم فاز د پرانیستې مراسمو د پوښښ په موخه یادې ولسوالۍ ته روان وو.
هغه زیاتوي، په یاده پېښه کې د ده په ګډون د آرزو تلوېزیون دوه خبریالان نصیر شریفي او امین جلالي، د ملي تلوېزیون خبریالان شریفالله صدیقي او نصیراحمد امیري، د باختر اژانس خبریال محمدرفیع حیاتي او د بیدار ورځپاڼې خبریال حبیبالله بهمنش ټپیان شوي دي.
د ملي تلویزیون ټپي شوی خبریال نصیراحمد هوتک وایي: «له خپلو نورو رسنیزو همکارانو سره د قوشتېپې کانال د دویم فاز د پرانیستو مراسمو ته روان وو چې ناڅاپه موټر مو له یوې ریګي تپې سره ټکر وکړو او چپه شو.»
امیري وایي، د یوې سترګې، پښې، لاس او اورمېږ له برخو برسیرن ټپي شوی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
دغه راز، د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري هم دغه پېښه تاییدوي او وایي: «نن ورځ چهارشنبه د بلخ دولتاباد ولسوالۍ په عمومي سړک د خبریالانو موټر چې د قوشتیپې کانال د خبري پوښښ لپاره په حرکت کې و، له سړکه منحرف شوی چې له بده مرغه یو شمېر خبریالان په کې په برسیرن ډول ټپیان شوي.»
وزیري زیاتوي، ټپیان زمونږ د امنیتي ځواکونو له لوري د دولتاباد ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي.
بلخوا د آزادو خبریالانو د اتحادیې په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې پېښې په اړه خواشینې څرګندنه کړې او د بلخ له سیمهییزو مسوولینو یې غوښتي چې د یادو خبریالانو د درملنې لپاره بېړنی اقدام وکړي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن