ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د «اومنیډول» ټابلیت د تولید یوه غیرقانوني کارخونه له منځه یووړل شوه

خوست کې د «اومنیډول» ټابلیت د تولید یوه غیرقانوني کارخونه له منځه یووړل شوه

author avatar
12 Oct 2023 - 16:33
خوست کې د «اومنیډول» ټابلیت د تولید یوه غیرقانوني کارخونه له منځه یووړل شوه
author avatar
12 Oct 2023 - 16:33

خوست‌ښار (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۲): د خوست عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې دغه ولايت کې يې د بې‌کيفيته جعلي درملو جوړولو یوه غیرقانوني کارخونه کشف کړې او له منځه وړې ده.

د خوست د عامې روغتيا ریاست مرستيال عبدالرحمن زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کارخونې د مرکز اړوند د وچې خوړې سيمه کې په يوه کور کې فعاليت درلود.

نوموړي وويل، ياده کارخونه د عامې روغتيا رياست مسوولينو په همغږۍ تېره ورځ د استخباراتو رياست منسوبينو د يو لړ ځانګړو عملياتو پر مهال کشف او له منځه يووړل شوه.

د زاهد په وينا، په دې کارخونه کې له تېرو څو کلونو راهيسي په پټه د اومنيډول (Ominedoal) په نوم د درد بې‌کيفيته جعلي ټابلیټ جوړېدل او بيا په ښار کې په درملتونونو د اصلي ګوليو په نوم پلورل کېدې.

هغه زياته کړه، د يادو عملياتو په لړ کې ۲۵ زره پاکټه اومنيډول او اوولس بېلابېل ډول توکي چې د يادو ټابلیټونو په جوړېدو کې ترې ګټه اخيستل کېده، هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دی زياتوي: «د معلوماتو له مخې، دغه کارخانه له تېر حکومت راهيسې فعاله وه او دا کار يې ترسره کاوه؛ امنيتي ځواکونو د يادو ګوليو جوړولو په تور دوه کسان نيولي او د نورو ښکېلو کسانو د نيولو هڅې هم روانې دي.»

بلخوا، د خوست ډاکټران او عام اوسېدونکي هم د عامې روغتيا رياست او امنيتي ځواکونو ياده لاسته راوړنه ستايي او جوړوونکو ته یې د سختې سزا غوښتنه کوي.

د خوست د ډاکټرانو ټولنې د رهبري شورا غړي ډاکټر عبدالحکيم ځدراڼ پژواک ته وويل، هر ډول بې‌کيفيته درمل د انسان روغتیا ته زیان رسوي، ان په ځينو وختونو کې یې د مړينې لامل هم ګرځي.

هغه وويل: «دغه کسان بايد داسې محکمه شي چې په ژوند کې بل څوک داسې کار ونه کړي؛ دا درمل چې دلته جوړيږي هيڅ طبي منشا نه لري او داسې مثال لري لکه تيږي چې را اخلې او په يو چا باندې يې خورې، دې کې ثابت شوي چې ګچ دي.»

د خوست يوه بل اوسېدونکي عزيزالرحمن تلوار هم پژواک د امنيتي ځواکونو ياده کړنه وستايله او له هغوی يې غوښتنه وکړه چې د دې ډول بې‌کيفيته درملو د پېر او پلور مخه ونيسي.

د يو بل له خبر مخې، نن (د تلې ۲۰مه) د خوست عامې روغتيا رياست له خوا د تېرې يوې مياشتې په موده کې راټول شوي ۱۳۳ کارتنه بې‌کيفيته او تاريخ تېر درمل په عام محضر کې وسوځول شول.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.