Language

د بشري حقونو د څار ډله: پاکستان کې پولیسو له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی ډېر کړی

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۲): د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د پاکستاني چارواکو له لوري د روانې میاشتې تر پایه د بې‌اسنادو کډوالو وتلو اعلان د دې لامل شوی چې د پاکستان پولیس له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی ډېر کړي.

د ازادۍ راډیو د راپور له مخې، بشري حقونو د څار ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، د پاکستاني چارواکو له لوري د روانې میاشتې تر پایه د بې‌اسنادو کډوالو د وتلو اعلان د دې لامل شوی چې پولیس له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی او ناسم چلند ډېر کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، ملګري ملتونه او نړۍوال مرستندویان دې پر پاکستان فشار راوړي څو له افغانانو سره ناسم چلند پای ته ورسوي او په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ساتنه وکړي.

د دغه سازمان د اسیا برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن ویلي، په داسې حال کې چې درېیمګړو هېوادونو ته د افغانانو لېږدولو پروسه ورو پر مخ ځي، په پاکستان کې دېره افغان کډوال افغانستان ته د ستنولو په صورت له ستونزو سره مخ کېږي.

ګاسمن له هغو هېوادونو چې افغانانو ته یې د پناه ورکولو ژمنه ورکړې وه، وغوښتل چې خپله ژمنه عملي کړي.

هغې زیاته کړې، د افغان کډوالو جبري او ډله‌ییز ایستل ممکن له نړۍوالو اصولو د سرغړونې او شکنجې خلاف د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د یوه لاسلیکوونکي په توګه د پاکستان له لوري د خپلو ژمنو ماتېدو په معنا وګڼل شي.

دغه سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي څو له پناه‌غوښتونکو سره د پولیسو د ناوړه چلند مخه ونیسي او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له لویې کمېشنرۍ سره د افغان کډوالو د نومونو په بیا ثبتولو کې همکاري کړي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د بشري حقونو د څار سازمان د دې اعلامیې او غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې افغان چارواکو هم له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې افغان کډوال په زور له دغه هېواده ونه باسي.