ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال‌اباد ‌ښار کې د اوبو ستونزه؛ مسوولین: د اوبو رسولو شبکې بیارغونې کارونه په چټکۍ روان دي

جلال‌اباد ‌ښار کې د اوبو ستونزه؛ مسوولین: د اوبو رسولو شبکې بیارغونې کارونه په چټکۍ روان دي

author avatar
14 Oct 2023 - 13:48
جلال‌اباد ‌ښار کې د اوبو ستونزه؛ مسوولین: د اوبو رسولو شبکې بیارغونې کارونه په چټکۍ روان دي
author avatar
14 Oct 2023 - 13:48

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): ننګرهار کې د ښاري اوبو رسولو رياست مسوولين وايي، د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار ۷۵ سلنه کورونه د څښاک اوبو شبکې خدماتو ته لاسرسی نه لري او د شخصي څاګانو له اوبو استفاده کوي.

د دغه رياست چارواکي وايي، د خپلسرو برمو او پمپونو جوړېدو په ښار کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه کړې خو دوی هڅه کوي چې د منظمو ښاري شبکو په رامنځته‌کولو سره دا ستونزه حل کړي.

بلخوا، د جلال‌اباد ښاريان وايي، په هغو سيمو کې چې د اوبو رسولو ښاري شبکه شته، هم په بشپړه ډول خلکو ته اوبه نه رسېږي.

د ننګرهار د ښاري اوبو رسولو ادارې رييس انجينر ندي‌الله نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل، د جلال‌اباد ښار له نهو ناحيو یې يوازې په پنځو ناحيو کې ۱۰ زره کورنيو ته د اوبو شبکې خدمات لري او ۷۵ سلنه کورنۍ بیا له دغو خدماتو بې برخې دي.

هغه زياته کړه: «موږ په ټول ښار کې خدمات نه لرو؛ د پنځو ناحيو خلکو ته موږ خدمات وړاندې کوو، شپږمه، اوومه، اتمه نهمه دغو ناحيو کې موږ هیڅ خدمات نه لرو چې دا نوې رامنځته شوې ناحيې دي.

دی وايي، که څه هم د کورونو شمېر معلومول د احصايې رياست کار دی خو دوی په دغو څلورو پاتې ناحيو کې د شل زره کورنيو لپاره د شبکو رامنځته‌کولو ډيزاين برابر کړی، له مرستندويه ادارو سره شريک شوی او د همکارۍ ډاډ یې هم ترلاسه کړی دی.

د ښاري اوبو رسولو رييس وايي، د شته شبکې بيارغونې چارې هم په چټکۍ روانې دي؛ د ۴۲ ميليون افغانيو په لګښت به په نوې بڼه ورغول شي او د اوبو رسولو کچه به یې هم پراخه او ښه کړي.

د انجينر نيازي په وينا، د جلال‌اباد ښار په پنځو ناحيو کې د اوبو رسولو پخوانۍ شبکې ۵۰ کيلومتره سیستم له کاره غورځېدلی دی.

دی وايي، د جلال‌اباد ښار اوبو رسولو شبکه د اوبو د توليد لپاره ۱۴ ژورې څاګانې او دوه کارېزونه لري.

هغه دغه راز وویل، دغه شبکه د درېيو ذخيرو په درلودو چې د اوبو کچه یې تر ۳۹۵۰ متر مکعبه رسېږي، تر ۱۹۲ کیلومتره اوبه رسوي.

نیازي دا هم وويل چې په مخکې د اوبو رسولو رياست د عوايدو کچه ډېره ټيټه وه خو په تېرو دوو کلونو کې دوی توانېدلي ۴۳ ميليونه افغانۍ له خلکو راټولې او د دولت خزانې ته جمع کړي.

بلخوا، د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي که څه هم د پخوا په پرتله د اوبو رسولو خدماتو کې د ښه‌والي خبره کوي خو وایي لا هم هغسې چې ښاريان اړتيا لري، اوبه نه ورته رسېږي.

د جلال‌اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د څلوېښت‌متره سړک يوه اوسېدونکي فواد پژواک ته وويل: «له تېرو څو کلونو راهيسې دولتي اوبو نل کې ستونزه ده؛ د ورځې يو ساعت اوبه راځي او زموږ د کور لس سلنه اړتيا هم نه پوره کوي.»

دغه راز، د جلال‌اباد ښار مخابراتو څلورلاره کې د يو هوټل مالک وايي، د دولتي اوبو کمښت له امله دوی مجبور شول برمه ووهي او د اوبو خپل سيستم جوړ کړي.

د جلال‌اباد ښار د نوو ناحيو (شپږمې، اوومې، اتمې او نهمې) اوسېدونکي بيا په خپلو سيمو کې د ښاري اوبو رسولو شبکې خدمات غواړي.

د اوومې ناحيې اړوند د نظراباد سيمې يوه اوسېدونکي وحيدالله پژواک ته وويل، دغه سيمه نوې ناحیه شوې، تر اوسه د ښاري اوبو شبکه نه لري او خلک په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

همدارنګه د اتمې ناحيې اړوند د دامان سيمې يوه اوسېدونکي امجدخان هم پژواک‌ ته وويل چې د دوی سيمه هم نوې ناحیه شوې او د اوبو په ګډون ډېرو ښاري اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

د يادولو ده، جلال‌اباد ښار ټولې نهه ناحيې لري چې څلور هغه يې په تېرو څو کلونو کې رامنځته شوې خو لا هم ورته ډېر ښاري خدمتونه نه دي رسېدلي.

Views: 188

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.