Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې له نږدې ۱۲۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

فراه (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲): فراه کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري له نږدې ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمدنسیم سرهنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې مرستې د دغه ریاست له لوري، د فراداتا موسسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ وېشل شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، یادې اړمنې ۱۱۷۶ کورنۍ د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې سروې شوې وې.

هغه زیاتوي چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، شپږ کیلوګرامه دال او د ماشومانو تغذي مواد ورکړل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.