اسعداباد (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۲): د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې په دولتي ښوونځيو کې ۱۸۰۰ ښوونکي کم دي چې ۷۵۹ يې ښځې دي.
هغوی وايي، دا ستونزه يې له پوهنې وزارت سره شریکه کړې خو لا حل شوې نه ده.
د کونړ د پوهنې رییس محبالله حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل، په کونړ کې درسي ټولګي او د زدهکوونکو شمېر ډېر دی، خو په وینا يې د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.
هغه وايي: «د عمومي زدهکړو لپاره اوسمهال موږ د ۷۵۹ ښځینه ښوونکو په ګډون ۱۸۰۰ ښوونکو ته جدي اړتیا لرو.»
هغه وویل، دا ستونزه يې له پوهنې وزارت سره شریکه کړې او د حل ژمنه يې ترلاسه کړې خو لا عملي اقدام نه دی شوی.
هغه دغه راز وايي، تېر کال يې درسي کتابونه هم کم و، خو سږ يې دا ستونزه تر ډېره حل شوې ده.
د نوموړي په وینا: «نږدې ۶ اعشاریه یو میلیون درسي کتابونه مو کم و، خو سږ ۸۰۰ زره کتابونه را رسېدلي او د نورو ژمنه هم شوې ده.»
نوموړی زیاتوي چې که د ښوونکو د کمښت ستونزه یې حل شي او د اړتیا سره سم نوي ښوونکي په دندو وګمارل شي نو په وینا یې چې د پوهنې بهیر به یې هم وده ومومي.
بلخوا یو شمېر زدهکوونکي وايي، چې دوی د خپلو زدهکړو تر څنګ د ټیټو ټولګیو زدهکوونکو ته هم تدریس کوي.
د مرکز اسعداباد د مکلي منځني ښوونځي د شپږم ټولګي زدهکوونکی هدایتالله وايي، په ښوونځي کې يې ښوونکي کم دي نو له همدې امله دوی د ټیټو ټولګیو زدهکوونکو ته درس ورکوي.
هغه وايي: «زموږ په ښوونځي د ګوتو په شمار ښوونکي دي چې زموږ ټولو درسي ساعتونو ته رسېدنه نه شي کولای، ډېر مظامین موږ ته یو یا دوه ښوونکي تدریسوي.»
د کونړ د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په دولتي ښوونځیو کې ۴۲۷۲ ښځینه او نارینه ښوونکي د تدریس پر چارو او څه باندې ۲۰۰ زره زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP