ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د وټه‌پور خلک وايي، روغتیايي خدمتونو ته پوره لاسرسی نه لري

د کونړ د وټه‌پور خلک وايي، روغتیايي خدمتونو ته پوره لاسرسی نه لري

author avatar
22 Oct 2023 - 14:27
د کونړ د وټه‌پور خلک وايي، روغتیايي خدمتونو ته پوره لاسرسی نه لري
author avatar
22 Oct 2023 - 14:27

اسعداباد (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۲): د کونړ وټه‌پور ولسوالۍ اړوند د «هوز» سیمې یو شمېر خلک وايي، دوی روغتيايي خدمتونو ته پوره لاسرسی نه لري او له حکومته غواړي چې روغتیايي خدمات ورته برابره کړي.

هغومی زیاتوي، په دې سیمه کې شاوخوا ۳۰ زره خلک ژوند کوي او یوازې یو فرعي کلینیک لري.

د یادې سیمي یوه قومي مشر شیرالله پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ په سیمه کې له ۳۰ زره پورته خلک ژوند کوي چې ډېر یې له روغتیایي خدمتونو لرې دي، یوازې یو فرعي کلینیکونه شته چې دومره ډېرو خلکو ته کافي خدمات نه شي ورړاندې کوی.»

هغه زیاتوي، هوز غرنۍ سیمه ده چې د ولسوالۍ له روغتیایي مرکزه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې ده او په وینا یې، ځایي اوسېدونکي د لارې اوږدوالي او خرابوالي له امله نه شي کولای خپل نارغان پر وخت نورو سیمو ته ولېږدوي.

دهغه په خبره، په سیمه کې یې جوړ شوی فرعي کلینک د نفوس ډېروالي او درملو کمښت له امله یوازې د ورځې تر ۱۲ بجو پورې روغتیایي خدمات وړاندې کوي او وروسته بیا د خلکو پر مخ تړل شوی وي.

نوموړی له حکومته غواړي چې په سیمه کې یې روغتیایي خدمتونه پراخ کړي.

د یادې سیمي یو بل اوسېدونکی او د ځوانانو شورا مشر واحدالله هم وايي چې د دوی په سیمه کې شته فرعي کلینیک د خلکو ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي.

هغه وویل: «زموږ سیمه له نهو لویو کليو جوړه ده، شته روغتیایي فرعي مرکز د درې په لومړي سر کې جوړ شوی چې د سیمې ډېر خلک ورته لاسرسی نه لري.»

هغه وایي: «کله چې ناروغ پیدا شي، په ځانګړې توګه هغه مېرمنې چې د زېږون تکلیف ولري یا یې په څارویو او یایې هم په کټونو کې د څلور یا پنځه ساعتونو په پلې مزل روغتیایي مرکز ته لیږدو، دې چارې زموږ ژوند سخت تریخ کړی دی.»

هغه له حکومته غواړي چې د خلکو نفوس ته په کتو دې دوی ته روغتيايي خدمتونه هم برابر شي.

دیني عالم او د یادې سیمې اوسېدونکی مولوي بریال وايي، کلیوال یې اړ دي چې د یوې عادي ناروغۍ درملنې لپاره ۱۸ یا ۲۰ کیلو متره پلی مزل وکړي او ځانونه جوړ شوي فرعي روغتیایي مرکز یا د ولسوالۍ کلنیک ته ورسوي.

هغه زیاتوي، د هوز سیمه په تېرو شلو کلونو کې د جګړې تود سنګر پاتې شوی او په وینا یې چې خلک یې د ژوند له ډېرو لومړنیو اسانتیاوو بې برخې کړي دي.

ورته مهال، د کونړ عامي روغتیا ریاست مسوولین وایي، دوی به ډېر ژر یادې سیمې ته یو تخنیکي پلاوی واستوي او ستونزو ته به رسیدګي وکړي.

د عامې روغتیا ریاست ویاند محمدایاز ساپي پژواک ته وویل: «د هوز په سیمه کې زموږ یو فرعي روغتیایي مرکز فعال دی، موږ به سیمې ته یوه تخنیکي ډله واستوو، هغوی به د روغتیا په برخه کې د خلکو وضعیت وڅېړي، که اړتیا وه نو موږ به په عاجله توګه هلته خپل روغتیايي خدمتونه پراخ کړو.»

د یادونې ده، په هېواد کې څه باندې څلوېښت کلنې جګړې د نورو برخو ترڅنګ روغتيايي سکټور هم اغېزمن کړی او د ډېری سیمو خلک لا هم شکایت کوي چې روغتيايي خدماتو ته پوره لاسرسی نه لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.