جلالاباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ننګرهار ولايت کې مسوولین وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د راتګ په دوام، په تېرو دوو ورځو کې ۱۰۶۲ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
د پاکستان حکومت ټولو هغو افغانانو ته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري له دغه هېواده د وتلو امر کړی دی.
د پاکستان حکومت له دغه خبرداري سربېره پاکستاني پوليسو د غير قانوني افغان کډوالو د ځورولو لړۍ هم پيل کړې چې له امله يې بېرته خپل هېواد ته د افغان کډوالو راتګ لړۍ چټکه شوې ده.
د ننګرهار مسوولین وايي، هره ورځ سلګونه افغانان د تورخم دروازې له لارې بېرته هېواد ته راستنېږي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر صديقالله قريشي بدلون د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېرو دوو ورځو کې بيا هم ۱۰۶۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
هغه وايي: «د تورخم له لارې ۵۱۵ کورنۍ د شنبې ورځ راغلې وې چې د غړو شمېر يې ۳۰۶۶ تنه و او د يکشنبې په ورځ ۵۴۷ کورنۍ راغلي چې د غړو شمېر يې ۳۱۴۹ تنه و.»
په همدې حال کې د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، تورخم ته نږدې د مومندرې ولسوالۍ ډکې سيمه کې د کډوالو يو لنډمهالی پنډغالی جوړېږي چې راستنېدونکي کډوال به هلته د لومړنيو مرستو له ترلاسه کولو وروسته، خپلو سيمو ته ستنېږي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رييس باز محمد عبدالرحمن پژواک ته وويل، له راستنو شوو کورنيو سره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ایاواېم) او د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (يواېناېچسيار) له لوري لومړنۍ مرستې وشوې او د نورو مرستو لپاره ثبت شوې دي.
د کډوالو بېرته راستنېدو د بهير چټکتيا سرپرست حکومت اړ کړ چې د وضعيت د ارزونې لپاره دوه ځلې د وزارتونو معينانو پلاوي ننګرهار ته راولېږي او تورخم کې ورته لنډمهالی پنډغالی جوړ کړي.
Views: 150
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن