ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو چارو وزیر: موسسې دې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مرستې ډېرې کړي

د کډوالو چارو وزیر: موسسې دې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مرستې ډېرې کړي

author avatar
24 Oct 2023 - 14:37
د کډوالو چارو وزیر: موسسې دې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مرستې ډېرې کړي
author avatar
24 Oct 2023 - 14:37

کندهار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير پرون د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستانه د تازه راستنېدونکو افغان کډوالو د احوال اخیستو پر مهال له موسسو غوښتي څو له دغو راستنېدونکو سره مرستې ډېرې کړي.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خلیل‌الرحمن حقاني کندهار ته د سفر پر مهال سپين بولدک ولسوالۍ ته تللی او هلته يې د کډوالو سرحدي امريت کې له پاکستانه د تازه راستنېدونکو کډوالو احوال اخیستی، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلې دي.

سرچینه زیاتوي، حقاني دغه راز د مرستندویه موسسو له مسوولينو سره هم کتلي او په ځینو برخو کې يې له هغوی د تازه راستنېدونکو کډوالو لپاره د امکاناتو ډېرولو غوښتنه وکړه.

خبرپاڼه وايي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست د مشرتابه د حکم پر اساس، په سپين بولدک ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د يوه لوی کمپ جوړولو ژمنه تازه کړه.

هغه ویلي، د پاکستان حکومت له خوا په دې وروستيو کې له دغه هېواده په زور د افغان کډوالو له ايستلو سره سم د کډوالو راتګ ډېر شوی او ورسره بېړنیو مرستو ته اړتيا ليدل کېږي خو اسلامي امارت ورته لازمې اسانتياوي برابروي.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.