ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې

author avatar
25 Oct 2023 - 16:10
خوست کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پیل شوې
ارشیف
author avatar
25 Oct 2023 - 16:10

خوست‌ښار (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): خوست کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ کرکټ سیالۍ پيل شوې.

دغه لوبې چې د کرکټ په ملي لوبغالي کې نن د (د لړم ۳مه) پيل شوې د خوست دولسو ولسواليو او مرکز ۱۶ منتخبو لوبډلو په کې ګډون کړی دی.

د خوست کرکټ بورډ ولايتي مسوول احسان ولي مسرور پژواک خبري اژانس ته وويل، د ولسواليو او مرکز ترمنځ دا دويم پړاو شل اوريزې لوبې دي.

هغه وویل چې په دې سیالیو له مرکز او ولسوالیو څخه ۱۶ لوبډلو ګډون کړی او یوه اونۍ به دوام وکړي.

نوموړي وويل، له دې سياليو څخه يې موخه د کرکټ په برخه کې د نوو لوبغاړو موندل او همدا ډول لرې پرتو سيمو کې مسلکي کرکټ ته پراختيا ورکول دي.

د هغه په وينا، کوم لوبغاړي چې دغو سياليو کې لوبيږي د يوې شفافې پروسې پر اساس غوره شوي دي.

د پکتیا د ځاځي ميدان ولسوالۍ يوه لوبغاړي عمرالله پژواک ته وويل ډېر خوښ دی چې په دغه ځای کې د نورو ولسواليو له لوبډلو سره لوبه کوي.

هغه وويل، د مخکې تګ لپاره د ده په څېر د کرکټ لوبغاړو لپاره دا يو ښه فرصت دی چې خپل ځانونه ښه ثابت کړي.

د مرکز اړوند شمل سيمې يوه لوبغاړي عزت‌الله همدرد بيا پژواک ته وويل، په لرو سيمو کې داسې لوبغاړي شته چې هر يو يې د کرکټ په برخه کې ځانګړې وړتياوې لري.

د نوموړي په وينا، دا ډول سيالۍ د يادو لوبغاړو د پيژندلو په برخه کې ډېرې موثرې تماميږي او په وينا يې، راتلونکي کې هم بايد ترسره شي.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.