ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

کندوز کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
25 Oct 2023 - 20:31
کندوز کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
25 Oct 2023 - 20:31

کندوز (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): د کندوز په خان‌اباد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې د درېیو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د شخړو  هواري کمېسیون، علماوو او مخورو په هلو ځلو پای ته ورسېده.

د کندوز د سرحدونو، قومونو او قبایلو ریاست د قومي جرګو امر حمیدالله احمدي نن په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، وویل چې د یادو کورنیو ترمنځ دغه دښمني له ۴۰ کلونو راهیسې وه.

هغه وویل په دې موده کې د دښمنۍ له امله درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي چې له نېکه‌ مرغه نن یې ترمنځ روغه وشوه.

شرف‌الدین احمدزی چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې یې دوه زامن په دې دښمني کې له لاسه ورکړي وايي: «دښمني وه، له دواړو خواوو شهیدان لرو، په تېرو څلوېښتو کلونو کې مو یو بل نه وو لیدلي، له دې وروسته یو کور او یو ټغر یو، موږ له نورو خلکو چې دښمني لري، هم غواړو چې له یو بل سره سوله او دوستي وکړي.»

شخړه کې ښکېل بل کس عبدالله هم وايي چې له دغه کاره ډېر خوښ دی.

د کندوز ولایت مقام د دفتر رییس مولوي عبدالغفور شهیدزوی په دې غونډه کې وویل: «د مرکزي حکومت هدایت هم دا دی، کوم وروڼه چې خپلمنځي قومي شخړې لري، روغه دې وکړي او کوم کسان چې له یو بل سره شخړې او ستونزې لري، په یوه ټغر دې سره کېني او د ورورۍ فضا دې رامنځته کړي.»

یو قومي مشر اغامیر ناصري هم وايي، له یادو کورنیو هره یوه یې چې له قومې پرېکړې سرغړونه وکړي، باید پنځه میلیونه افغانۍ جریمه ورکړي.

د هېواد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دښمنۍ سلګونه کوچنۍ او لویې قضیې پر دوستۍ بدلې شوې دي.

Views: 119

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.