ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«هېواد ته راستنېدونکي کډوال په وړيا او خوندي ډول خپلو سيمو ته لېږدول کېږي»

31 Oct 2023 - 16:36
31 Oct 2023 - 16:36

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، ټول هغه کډوال چې هېواد ته راستنېږي د ثبت له پروسې وروسته تر خپلو سيمو او کورونو له لګښت پرته، په وړیا ډول لېږدول کېږي.

شاوخوا يوه مياشت مخکې د پاکستان لنډمهاله حکومت اعلان وکړ، ټول هغه افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي چې د کډوالۍ اسناد نه لري، د ځینو راپورونو له مخې، پاکستان کې یو عشاریه څلور میلیونه بې‌اسناده کډوال اوسېږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د ياد وزارت له لوري راستنېدونکي کډوال په وړيا او خوندي ډول اړوند ولایتونو، ولسواليو او کليو ته لېږدول کېږي.

سرچینه زياتوي: «د عاليقدر اميرالمؤمنين د حکم پر اساس د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د بېړني حل په موخه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ کمېټه چې د ملي دفاع، کورنيو چارو او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارتونه او د استخباراتو لوی رياست يې غړي دي، ټول هغه کډوال چې هېواد ته راستنېږي له ثبت پروسې وروسته تر خپلو سيمو او کورونو پورې پرته له لګښت په وړیا ډول لېږدول کېږي.»

د راپورونو له مخې، په ټولنیزو پاڼو کې ځينو افغانانو له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او ملاتړ په موخه کمپاین پیل کړی او له خلکو یې غوښتي چې مرسته ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي وو، له پاکستانه په جبري توګه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه عالي کمېسيون جوړ شوی دی.

Views: 150

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version