چاریکار (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): د پروان ولایت د مرکز چاریکار په قلعهخواجه سیمه کې د ترافیکي پیښې له امله د څلور ښځو په ګډون یوولس کسان ټپيان شوي دي.
د پروان ولایت د امنیه قومانداني په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې، د کرولا او سراچه ډوله موټرو ترمنځ د دغه ښار په قلعهخواجه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په دغه پېښه کې د څلور ښځو په ګډون په دواړو موټرو کې یوولس کسان ټپیان شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني لیکلي چې ټپیان د سېمې اوسېدونکو دي او د اړوند مسوولینو له لوري روغتون ته لیږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په یاد ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان ټپیان شوي وو.
Views: 62