Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له پاکستانه را ايستل شوي کډوال: تورخم کې دې د مرستو او ثبت لړۍ چټکه شي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): په تورخم کې له پاکستانه راستانه شوي يو شمېر کډوال وايي، تورخم کې دې د دوی د ثبت او ورسره د مرستو لړۍ چټکه شي.

د ننګرهار چارواکي که څه هم مني چې د ثبت او مرستو پروسه د کارکوونکو د کمښت له امله ټکنۍ وه خو وايي، سر له ننه دغه پروسه چټکه شوې ده.

په تورخم کې د کډوالو په پنډغالي کې یوه نوي راستون شوي کډوال محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل، اته ورځې کېږي چې راغلی خو تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

هغه غوښتنه کوي چې د ثبت او مرستو لړۍ دې چټکه شي؛ ځکه ښځې او ماشومان په ډېرو ستونزو کې شپې ورځې تېروي.

د کوز کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی ثناء‌الله چې د پاکستان په پنجاب کې يې د خښتو په بټۍ کې کار کاوه وايي، پاکستاني مسوولينو مجبور کړ چې یاد هېواد پرېږدي او خپل وطن ته راستون شي.

دی وايي، د تورخم پنډغالي کې ورته د خوراک او څښاک خدمتونه ښه ترسره کېږي خو يوازې د ثبت او مرستو پروسه ډېره ځنډنۍ ده چې بايد چټکه شي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس قاري نورمحمد حنيف چې په تورخم کې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته د اطلاعاتو کمېټې مشري پر غاړي لري وايي، تر پرونه د ثبت پروسه ځنډنۍ وه خو اوس دا لړۍ چټکه شوې ده.

هغه زياته کړه: «دا يوه غټه پروسه ده چې يو دم په زرهاوو کسان راغلل، طبعاً دوی ته رسېدنه هم مشکله ده، خو بېګانه کاري اړخ ډېر په تيزۍ سره روان شوی، هغه ستونزې چې مخکې وې او خلکو به ډېرې شپې کولې، اوس ورته خلک نه معطل کېږي، کار مخې ته ځي.»

د معلوماتو له مخې، تر اوسه تر ۱۵۰ زره ډېر افغانان د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي او دا تېره شپه هم شاوخوا زر کورنۍ له ثبتېدو او مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو او کورونو ته ستنې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.