Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې ټولولو کمپاین پیل شو

مزارشریف (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې راټولولو کمپاین پیل شو.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو اضطراري کمېټې د مزارشریف ښار په ۱۲ ناحیو، ۲ داخلي دروازو او روضه شریفه کې د کډوالو لپاره د مرستې راټولولو لپاره صندوقونه ایښي دي.

سرچینه زیاتوي، دغه پرېکړه د سرپرست حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوند په سپارښتنه شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د بلخ کډوالو ریاست په مشرۍ یوه موقتي او بېړنۍ کمېټه جوړه شوې چې موخه یې له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرسته ده.

بلخوا د مزارشریف ښار اوسېدونکي هم د دغه کمپاین هرکلی کوي.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی دل‌آغا له پاکستانه د کډوالو جبري اېستل غیرانساني عمل یادوي او له خلکو غواړي، څو له راستنیدونکو افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

د یادونې ده، د روان نوامبر میاشتې له لومړۍ نېټې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پيل کړې او تر دې مهاله څه باندې درې سوه زره افغانان يې په زور ایستلي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.