خوستښار (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): خوست ښار کې د نږدې ۲۰ ميليون افغانیو په لګښت د يوه سړک پخولو چارې پيل شوې.
د مسوولينو په وينا، دغه یونیم کیلومتر سړک د خوست ښار په دويمه او درېيمه ناحيو کې تېر شوی دی.
د خوست ښاروال قاري بسمالله بلال د ياد سړک چارو د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سړک چې په اساسي ډول جوړيږي، چارې به يې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه، د دغه سړک جوړولو لګښت چې ۲۰ میلیونه افغانۍ کېږي، د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې ورکول کېږي.
هغه وويل، دا مهال په ښار کې د ښاروالۍ له پرمختيايي بودجي د اتو رغنیزو پروژو کارونه روانې دي چې ټول لګښت يې ۱۱۲ ميليونه افغانۍ کېږي.
نوموړي خپلو خبرو کې وويل چې دوی د ښاروالۍ له ټولو پروژو وخت په وخت نظارت کوي څو کارونه یې په ښه کیفیت ترسره شي.
ورته مهال د خوست مرستيال والي مولوي محبوبشاه قانت د يادې پروژې د کار د پيل پر مهال پژواک ته وويل چې اسلامي امارت د هېواد بياجوړولو لپاره جدي اقدامات پيل کړي دي.
د هغه په خبره، په نږدې راتلونکي کې به د خوست په ټولو ولسواليو کې د بيارغونې ګڼو پروژو چارې پيل شي چې په بشپړېدو به يې خلکو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.
بلخوا د خوست ښاريان هم د سړکونو پر جوړېدو ټینګار کوي.
د خوست ښار يوه اوسېدونکي نيازولي پژواک ته وويل، دا مهال د ښار ځيني سړکونه او ویالې په ډېر بد حالت کې دي.
هغه زیاته کړه: «کله چې باران شي نو ټولې اوبه پر سړک روانې وي، دوکانداران او خلک ډېر په تکليف وي.»
د ښار يوه بل اوسېدونکي د ښاروالۍ له خوا د بيارغونې د روانو پروژو په اړه خوښي وښوده خو په ورته وخت کې يې د ښاروالۍ له مسوولينو غوښتنه وکړه چې کيفيت ته يې ځانګړې پاملرنه وکړي.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن