Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

صومالیا کې د سېلابونه راوتلو له امله لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۲): سومالیا کې د سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه شوي او ۳۰۰ زره نور بې‌ځایه شوي دي.

رسنیو د سومالیا د طبیعي پېښو د مدیریت رییس محمدمعلین عبدالله له قوله راپور ورکړی چې د سختو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو شاوخوا ۸۰۰ زره کسان اغېزمن کړي دي.

هغه د ۲۹ جسدونو له پیدا کېدو خبر ورکوي او زیاته کړې یې ده چې په سویل لوېديځ سیمو کې څه باندې ۳۰۰ زره کسانو د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سومالیا ګاونډي هېواد کینیا کې هم سېلاب د ۱۵ کسانو ژوند اخیستی دی.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې اقلیمي بدلونونه د بشري بېړنیو شرایطو په ګړندي کولو کې یو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.