Pajhwok Afghan News

نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت د اوو کلونو مخکې په څېر ۶۷،۶۰ افغانیو ته رسېدلې

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت د اوو کلونو مخکې په څېر ۶۷،۶۰ افغانیو ته رسېدلی، خلک د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو ته خوښ دي، خو د لومړنیو خوراکي توکو د بیو ټیټېدل غواړي.

د کابل په شهزاده سرای کې د یوه صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې یو امریکایي ډالر په ۶۷،۶۰ افغانۍ تبادلې کېده.

د پژواک خبري اژانس د یوه خپاره شوي راپور له مخې، د ۱۳۹۶ کال د کب په ۹مه د یوه ډالر د پېر ارزښت هم په همدې کچه و.

خو له هغه وروسته د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت مخ په لوړېدو وو، ان تر دې چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې له سیاسي بدلون وروسته د دغه کال په لېندۍ میاشت کې د یوه ډالر ارزښت ۱۳۰ افغانیو ته ورسېد.

صرافان د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت لوړېدو په اړه وایي چې د مرکزي بانک له خوا د ډېرو ډالرو پلورل او دغه راز ډېرې بشري مرستې د دې لامل شوې چې ډالر په بازار کې زیات او افغانۍ کمې شي چې په پایله کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شو.

هغوی وایي دویم لامل یې دا دی چې مخکې به په ډېرو ولایتونو کې راکړه ورکړه په پاکستانۍ کلدارو کېده، خو اوس د اسلامي امارت پر بیا واکمنېدو سره د کلدارو په ګډون له بهرنیو اسعارو استفاده درېدلې ده.

خلک د افغانیو لوړېدو ته خوښ خو د لومړنیو توکو لوړو بیو ته اندېښمن دي، دوی وایي، کله چې ډالر د افغانیو په مقابل کې لوړ شوي پلورونکو بیې دوه برابره لوړې کړې چې اوس هم په هماغه اندازه دي.

د کابل ښار د قلعه‌زمان خان سیمې یو اوسېدونکی روح‌الله وایي: «ډېر ښه کار وشو چې زموږ د پیسو ارزښت لوړ شو؛ ځکه زموږ ملي هویت دی، خو تراوسه د ټولو توکو بیې لا هماغسې لوړې دي.»

 هغه وویل: «خلک بې وزله دي، ډېرو کورنیو ته له بهره مرستې راځي، د توکو بیې هم باید کنټرول شي.»

په ورته وخت کې، د یوې نادولتي موسسې یوې کارکوونکې زبیدې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو ته خوښه ده، خو وایي: «زموږ حکومت اوس مسوولیت لري چې نرخونه جدي کنټرول کړي، که نه نو د بې‌وزلو کورنیو وضعیت به له دې هم خراب شي.»

نن د لړم ۲۱مه په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۲۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو پاکستانۍ لومړۍ سیله وریجې ۲۶۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي ۱۴۰۰، یو کیلو افریقایي تور چای ۴۰۰ او یو کیلو اندونزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو دی.

دغه راز، یو لېتر پټرول په ۷۶ افغانیو، یو لېتر ډېزل ۶۷، او یوه کیلو ګاز په ۶۰ افغانیو پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۶ کال په غویي میاشت کې په عمده ډول د ۵۰ کیلو قزاقي اوړ بیه ۱۱۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۱۹۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلو پاکستانۍ لومړۍ سیله وریجو بیه ۱۸۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړيو بیه ۱۱۰۰، د یوه کیلو شین چای بیه ۱۹۰ او د یوه کیلو تور افریقایي چای بیه ۲۳۰ افغانۍ وه.

دغه راز هغه مهال یو لېتر پټرول په ۴۶ افغانۍ، یو لېتر ډیزل په ۴۲ افغانۍ او یو کیلو ګاز په ۴۸ افغانیو وو.

د کابل د ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي د بیو د کنټرول په اړه پژواک ته وویل: «تاسې پوهېږئ چې د کابل ښاروالۍ نرخپاڼه اونۍ په اونۍ ده او الحمدلله له پرونه راهیسې د ډالرو بیه ټيټه شوې ان‌شا‌ءالله راتلونکي اونۍ کې به دا موضوع په نظر کې ونیول شي.»

هغه وویل: «کله کله امکان لري چې د یوې او یا دوو ورځو لپاره بیې ډېرې ټيټې شي، خو بیا ځلي خپل حالت ته وګرځي، دا ټولې خبرې په نظر کې نیول کېږي او د کمېسیون له خوا دا موضوع له تخنیکي نظره هم څېړل کېږي، چک کېږي او بیې هم په نظر کې نیول کېږي.»

په ورته وخت کې، د افغانستان بانک ویاند حسیب نوري وایي: «د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توکه ژمن دی چې د افغانیو له ارزښته په سم ډول ساتنه وکړي او اجازه نه ورکوي چې په دې برخه کې ډېر نوسانات رامنځته شي، دا بانک توانېدلی چې معقول پولي سیاستونه تطبیق کړي، د اسعارو پر وړاندې د افغانیو لوړېدو لامل په بازار کې د افغانیو لپاره ډېره تقاضا ده.»

Views: 53

Exit mobile version