Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پرون له پاکستان او ایرانه څه باندې اته زره کډوال راستانه شوي

پرون له پاکستان او ایرانه څه باندې اته زره کډوال راستانه شوي

author avatar
13 Nov 2023 - 16:22
پرون له پاکستان او ایرانه څه باندې اته زره کډوال راستانه شوي
author avatar
13 Nov 2023 - 16:22

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې پرون څه باندې ۵ زره کډوال له پاکستان او له درې زره ډېر له ایرانه راستانه شوي دي.

پاکستان له دې مخکې هغو افغان کډوالو ته چې د اوسېدنې قانوني اسناد نه لري، د روان کال د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت  ورکړی و چې دغه هېواد پرېږدي، که نه په زور به وایستل شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې پرون ۵۰۵۷ کډوال چې ۶۰۸ کورنۍ کېږي، له پاکستانه راستانه شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو راستنېدونکو کې ۱۰ محبوسین هم شامل دي چې ټول له دغه هېواده په زور را ایستل شوي او د سپین‌بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راغلي دي.

دغه راز د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت معلوماتو له مخې، ۳۲۹ کورنۍ چې ۱۷۱۰ کسان دي، له پاکستانه په زور را ایستل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې هرې کورنۍ ته د اسلامي امارت له لوري ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

د یوه بل خبر له مخې، د کډوالو وزارت ویلي، د روان کال د لړم میاشتې په ۲۱مه له ایرانه ۳۰۴۷ افغان کډوال په زور او په داوطلبانه ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د دغو کډوالو له منځه ۳۱۹ یې زیانمن او اړمن پېژندل شوي او د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌او‌اېم) ته معرفي شوي او د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته یې هم ترلاسه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.