Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک سرپرست: اړوندې څانګې دې د صرافانو فعالیتونو میکانیزه کولو لپاره کار وکړي

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان بانک سرپرست د صرافانو ټولنې له استازو سره په لیدنه کې د افغانۍ د مبادلې نرخ د ټیکاو ساتنې او ترویج په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي چې د صرافانو فعالیتونو د میکانیزه کولو لپاره کار دې کار وشي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه بانک سرپرست هدایت‌الله بدري په مشرۍ د صرافانو ټولنې له استازو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

سرچینې لیکلي، د افغانستان بانک سرپرست هدایت‌الله بدري د افغانۍ د ارزښت ټیکاو ساتنې، د افغانستان بانک له قوانینو او مقرراتو څخه د پیروي، د افغانۍ د ترویج پر ارزښت او د افغانۍ د لا ډېر ثبات په اړه مفصلې خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي، بدري د افغانستان بانک او د صرافانو د ټولنې ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او د هېواد په پولي بازارونو کې یې د صرافانو رول ارزښتناک وباله دغه راز اړوندو څانګو ته یې لارښوونه وکړه چې د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د صرافانو فعالیتونو د میکانیزه کولو لپاره کار وکړي.

د افغانستان بانک لیکلي چې په دې غونډه کې د صرافانو ټولنې د استازو نظرونه او وړانديزونه واورېدل شول او دې ټولنې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.