ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات اوسېدونکي او فرهنګیان: حکومت دې د تاریخي ابدو رغولو لپاره ژر اقدام وکړي

د هرات اوسېدونکي او فرهنګیان: حکومت دې د تاریخي ابدو رغولو لپاره ژر اقدام وکړي

author avatar
13 Nov 2023 - 15:53
د هرات اوسېدونکي او فرهنګیان: حکومت دې د تاریخي ابدو رغولو لپاره ژر اقدام وکړي
author avatar
13 Nov 2023 - 15:53

هرات (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۲): د هرات ځیني فرهنګیان او اوسېدونکي د دغه ولایت د تاریخي ابدو د ځینو برخو پر زیانمنېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې د ژمي په رانږدې کېدو ښايي دغه ابدې لا زیانمنې شي.

هغوی له حکومته غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې د تاریخي ابدو رغولو او ساتنې لپاره ژر اقدام وکړي.

د هرات له ویجاړوونکې زلزلې چې له امله یې څه باندې شپږ زره کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه واړول، یوه نیمه میاشت تېرېږي. په دې زلزله کې د هرات ځینو تاریخي ابدو او لرغونو ځایونو چې د سیمې او هېواد په کچه د معرفت سمبولونه دي، هم زیان لیدلی دی.

د هرات فرهنګیانو او اوسېدونکو له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د تلې ۱۵مې زلزلې له امله د تاریخي ابدو پر زیانمنېدو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له سیمه‌ییزو چارواکو وغوښتل چې دغو ابدو ته پاملرنه وکړي او ژر یې ورغوي.

د هرات ښار اوسېدونکي ناصر عرب چې د دغه ولایت له لوی جامع جوماته یې لیدنه کوله، پژواک ته وویل، هرات یو تاریخی او لرغونی ولایت دی، حکومت او موسسې باید د دغه ولایت تاریخي ابدو رغولو برخه کې اړین ګامونه پورته کړي؛ ځکه وروستۍ زلزلو ډېر زیان ور اړولی دی.

د یاد ولایت یو بل اوسېدونکی منیراحمد وایي، حکومت باید د تاریخي ابدو رغولو ته ژمن وي؛ ځکه هرات یو لرغونی ولایت دی او هغو ابدو ته باید رسېدنه وشي چې زیان یې لیدلی دی.

له بلې خوا، د هرات جامع جومات منجاور سید عبدالعزیز چشتي پژواک ته وویل، دغه جومات ته ډېر زیان اوښتی خو څلورو پیکونو او شپږو وړو منارونو یې ډېر زیان لیدلی دی.

هغه له حکومته غواړي چې د دغه ځای پخوانۍ بڼې او مخکې په څېر د ډېرو لیدونکو جلبولو په خوندیتوب سره دغه ودانۍ ژر ترمیم کړي.

بل‌ پلو، یو شمېر فرهنګیان هم پر دې باور دي چې تاريخي ابدې د يوه هېواد د کلتوري ميراثونو يوه برخه، د خلکو هويت او د دې سيمې د خلکو تاريخي سمبول دي او بايد ساتنه یې وشي.

یو فرهنګي فعال اقاګل حیدري په دغه ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله د یو شمېر تاریخي سیمو او ځایونو زیانمنېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې حکومت او همکارې موسسې باید د ځینو تاریخي ابدو بیارغولو او جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ورته مهال، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابدو ساتنې او بيارغونې برخې امر حافظ رقيب‌الله رضواني سره له دې چې د ځينو تاريخي ابدو زیانمنېدل تاییدوي، وايي چې هغوی له زلزلې وروسته د سروې ډلې د مرکز په ګډون بېلابېلو ولسواليو ته لېږلې دي او ارزونې روانې دي.

هغه دغه راز له اړوند بنسټونو او موسسو غواړي څو په دې برخه کې ورسره لازمه همکاري او د هرات تاريخي ابدو بيارغونې او ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

رضواني زیاتوي، د دوی اصلي تمرکز په راتلونکي ژمي کې د تاریخي ځایونو رغولو ته ده او اړتیا ده څو په دې برخه کې بېلابېلې موسسې او بنسټونه چې د مرستې توان ولري، همکاري وکړي.

مسوولین وايي، وروستیو زلزلو د هرات اوسېدونکو ته د ځاني او مالي زیانونو اړولو ترڅنګ تاریخي ابدې هم سختې زیانمنې کړې چې د اختیارالدین کلا د ځینو برخو په ګډون د لوی جومات کوچني منارونو چې لرغونتیا یې د تیموریانو دور ته ورګرځي، د نړېدو ګواښ یې ډېر دی.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.