پلخمري (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۲): په بغلان کې د دغه ولایت، کندوز او فاریاب ولایتونو د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ازادې مبارزې (فري فایټ) سیالۍ ترسره شوې.
د بغلان د ورزش او بدني روزنې امر محمدامیر امیري پژواک اژانس ته وویل چې نن د اسټيال سازمان په مالي ملاتړ په مرکز پلخمري کې د درېیو ولایتونو بغلان، کندوز او فاریاب د ۱۹ جوړو ورزشکارانو ترمنځ د فري فاټ سیالۍ ترسره شوې.
امیري وایي چې دغه سیالۍ د یوې ورځې لپاره ترسره شوې او موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅونه ده.
له بغلان ولایت څخه د یادو سیالیو یوه ورزشکار عبدالصبور ابراهیمي پژواک ته وویل چې له کوچنوالي يې له دغه سیالۍ سره مینه درلوده او نن يې وکولای شول خپل سیال ته ماتې ورکړي.
ده وویل چې حکومت باید ځوانانو ته د ورزش کولو زمینه برابره کړي او ترڅنګ باید ځوانان له نشه يې توکو څخه د ځان د لرې ساتلو لپاره ورزش وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP