ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

ننګرهار کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

author avatar
17 Nov 2023 - 09:45
ننګرهار کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
author avatar
17 Nov 2023 - 09:45

جلال‌اباد (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت د امنیه قوماندانۍ مسوولين وایي، د سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې چاودنې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د مسوولينو په وينا، چاودنه د يوې سلمانۍ مخې ته شوې او د سلمانۍ يو کار کوونکی پکې ټپي شوی دی.

د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک ته وويل، پرون د سره رود ولسوالۍ اړوند د نغرک پول ته څېرمه د ېوې سلمانۍ مخې ته چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه، چاودنه د یوه کس په ځان پورې د تړل شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.

هغه وويل چې چاودنه کې خپل همدغه شخص وژل شوی او د سلمانۍ يو کار کوونکی ټپی شوی دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي شاهد لطف‌الله پژواک ته وويل، تر چاودنې وروسته امنيتي مسوولين د پېښې ځای ته رسېدلي، ټپي او جسد يې روغتون ته لېږدولي دي.

Views: 228

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.