کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۲): د امریکا د سولې انسټیټیوټ ویلي، د افغانستان اقتصاد د خرابوالي پر لور روان دی خو د دغه هېواد اقتصاد وزارت دغه څرګندونې ردوي او وایي چې په اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د امریکا د سولې انسټیټیوټ (یواېسایپي) وړمه ورځ د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي، که څه هم تېر کال په افغانستان کې د ثبات ځینې نښې وې، خو د دغه هېواد اقتصاد د خرابوالي پر لور روان دی او له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستلو سره په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا نوره هم جدي شوې ده.
خو د افغانستان د اقتصاد وزارت دغه راپور ردوي او وایي: «د افغانستان اقتصادي وضعیت خرابوالي په اړه د امریکا د سولې انسټیټیوټ له خوا نشر شوی راپور بېبنیاده دی، موږ یې ردوو؛ په تېرو دوو کلونو کې په اقتصادي برخه کې مهمې لاستهراوړنې شته او د پام وړ پرمختګونه شوي.»
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «سترو اقتصادي شاخصونو، کرنو او اجرااتو ته په کتو د انفلاسیون کچې راټیټدل، د افغانیو د ارزښت ثبات، د ملي عوایدو او صادراتو کچې زیاتوالی او له بهرنیو مرستو پرته له خپلو داخلي عوایدو د عادي بودجې لګښتونه او پراختیايي پروژو تمویل د افغانستان د رښتیني پرمختګ او اقتصادي خوځښت څرګندونه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې نړۍوال بانک د تېرې تلې میاشتې په نهمه په یوه راپور کې ویلي وو، په تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان واردات ۲۷ سلنه ډېر شوي، صادرات یې نیم سلنه کم شوي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځنۍ کچه څه باندې ۲۸ سلنه لوړ شوی دی.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن