[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ملګرو ملتونو یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستل کېدو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې هره ورځ تر ۱۷ زره پورې افغانان په زور خپل هېواد ته ستنول کېږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرهان حق د سه شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍواله اداره (ایاو اېم) له نورو مرستندویه ادارو سره یو ځای په سپینبولدک او تورخم کې له پاکستانه په زور ایستل کېدونکو افغان کډوالو سره لومړنۍ بېړنیو مرستو ته دوام ورکوي.
د هغه په وینا، تر اوسه له پاکستانه د تورخم او سپینبولدک له لارو شاوخوا ۳۷۵ زره افغانان خپل هېواد ته په زور ستنول شوي دي.
د کډوالو نړۍوالې ادارې ویلي چې پخوا له دغو لارو هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ افغانان هېواد ته ستنېدل، خو له کله چې پاکستان په زور د افغانانو شړلو لړۍ پیل کړې، دغه شمېر اوس په ورځ کې تر ۱۷ زره پورې رسېږي.
سرچینې زیاته کړې چې دوی په تورخم او سپینبولدک کې افغان کډوالو ته د اوبو، د کور لومړنۍ اړتیا وړ توکو، روغتیا او نورو برخو کې مرستې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال د نوامبر له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ پیل شوې ده.
د افغانستان سرپرست حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد پرون وویل چې له پاکستانه تر اوسه شاوخوا څلور سوه زره افغانان په زوره را ایستل شوي دي.
[/restrict]
Views: 81
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن