خوست ښار (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): خوست کې د مسعينک زون په کچه له ۱۶ کلنو کمعمره لوبغاړو د کرکټ شل اووريزې سيالۍ پيل شوې.
د کرکټ دغه سيالۍ د خوست کرکټ په ملي لوبغالي کې نن د پکتيا او لوګر ولايتونو د لوبډلو ترمنځ نن پيل شوې چې شاوخوا ۱۱ ورځې به دوام وکړي.
ولايتي مسوولين وايي، په یادو سیالیو کې د خوست سربېره د پکتيا، پکتيکا، لوګر او غزني له ۱۶ کلنو کمعمره کرکټ لوبغاړو ګډون کړی دی.
خوست کې د کرکټ بورډ ولايتي مسوول احسانولي مسرور پژواک خبري اژانس ته وويل دغه سيالۍ د افغانستان د کرکټ بورډ په چوکاټ کې ترسره کېږي.
نوموړي وويل موخه له یادو سياليو د مسعينک زون په کچه له ۱۶ کلنو د کمعمره د يوې غوره لوبډلې جوړول دي.
ورته مهال يو شمېر لوبغاړي بيا وايي چې دغو سياليو ته يې ډېره خواري کړې او د دوی د پرمختګ لپاره ښه چانس دی.
د پکتيا ولايت يوه لوبغاړي باتور پژواک ته وويل، هيله لري چې په دې سياليو کې به ښه وځليږي؛ ځکه د هغه په وينا پوره تياری يې ورته نيولی دی.
په همدې حال کې د لوګر يوه لوبغاړي امرالله پژواک ته وويل، د دې لپاره چې دغو سياليو ته لار پيدا کړي، له دوی څخه مختلف ټرايلونه اخيستل شوي او هڅه یې دا ده چې په دغو سیالیو کې ښه ولوبیږي.
خوست کې د مسعينک زون په کچه له ۱۶ کلنو کمعمره لوبغاړو سيالۍ په داسې مهال پيلېږي چې دغه ولايت کې د راستنېدونکو افغان کډوالو په ملاتړ د داخلي کرکټ پياوړو لوبغاړو په شتون کې د کرکټ سیالۍ روانې دي.
د مسوولينو په وينا، د کرکټ په دې سياليو کې ۱۲ لوبډلو برخه اخيستې چې په دوه پړاونو کې ۲۱ سیالۍ ترسره کېږي او نږدې ۱۱ ورځې به دوام وکړي.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن