لښکرګاه (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې د دویم شهرا کنډک امنیتي ځواکونو دوه کسان له درې کیلوګرامه هیرویینو سره نیولي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د دویمې شهرا کنډک د دریمې ټولۍ امنیتي ځواکونو یو فیلډر موټر او دوه تنه په داسې حال کې ونیول چې ۳ کیلوګرامه هېرویین یې د فراه ولایت له بکوا ولسوالۍ د هلمند واشېر ولسوالۍ ته انتقالول.
نوموړی زیاتوي نیول شوي کسان د نشهیي توکو سره د مبارزې مسوولینو ته ور پېژندل شوي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP