هرات (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۲): هرات ولایت کې د ترکمنستان سرکنسول وايي چې هېواد یې په دغه ولایت کې د ځینو تاریخي ابدو رغولو او جوړولو ته لېوالتیا لري.
د ترکمنستان سرکنسول ای مراد قوچ مرادوف د هرات د اطلاعات او فرهنګ له رییس سره په لیدنه کې وویل چې هېواد یې په دغه ولایت کې د ځینو تاریخي ابدو جوړولو ته لېوالتیا لري.
نوموړي د سلطان حسین بایقرا مقبرې ته په اشارې زیاته کړه چې په لومړي ګام کې به دغه مقبره په اصلي او اساسي ډول ترمیم شي.
ورته مهال، د یاد ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي احمدالله متقي په دغه ولایت کې تاریخي ابدو جوړولو او بیارغولو ته د ترکمنستان هېواد له پاملرنې په مننې وویل چې د ترکمنستان کنسولګري د یاد ولایت له ځایي ادارې سره هم نږدې اړیکې او ښې همکارۍ لري.
متقي له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړه: «موږ په دې لیدنه کې د فرهنګي چارو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې اترې وکړي.»
نوموړي زیاته کړه چې له ګاونډي هېواد ترکمنستانه غواړو چې د هرات د تاریخي ابدو د بیارغولو په برخه کې چې په وروستیو زلزلو کې ډېرې زیانمنې شوې، هم همکاري وکړي.
د هغه په وینا، د یاد ولایت تاریخي ابدې جوړولو او بیارغولو ته جدي اړتیا لري څو له منځه تلو څخه یې مخنیوی وشي.
د یادونې ده، هرات کې له پر له پسې زلزلو وروسته د یاد ولایت ځیني تاریخي ابدې سختې زیانمنې شوې دي.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن