ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارپوهان: پلاستیکي کڅوړې د ناروغیو د انتقال لامل کېږي، باید ونه کارول شي

کارپوهان: پلاستیکي کڅوړې د ناروغیو د انتقال لامل کېږي، باید ونه کارول شي

author avatar
23 Nov 2023 - 16:55
کارپوهان: پلاستیکي کڅوړې د ناروغیو د انتقال لامل کېږي، باید ونه کارول شي
author avatar
23 Nov 2023 - 16:55

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۲): په داسې حال کې چې کارپوهان د پلاستیکي کڅوړو کارول د سرطاني ناروغیو لامل بولي او په تېرو ۲۰ کلونو کې اړوندو ادارو د هغو کارول منع کړي، خو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په وینا، کابل ښار کې د ورځې له ۴ ټنو ډېرې کڅوړې استفاده کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرو ۲۰ کلونو کې د تېر او اوسني حکومت مسوولینو له پلاستیکي توکو په ځانګړي ډول له پلاستیکي کڅوړو استفاده خطرناکه بللې او په ځلونو یې ویلي چې باید ممنوع شي.

د روان کال د زمري میاشتې په ۲۷مه د پژواک د یوه راپور له مخې، مالیې وزارت هېواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو واردول منع اعلان کړل او د هېواد له سوداګرو یې غوښتي وو چې د هغو له واردلو ډډه وکړي.

د کابل ښار د انتاني ناروغیو د درملنې روغتون کې متخصص ډاکټر فریدالله عمري پژواک ته وویل چې له پلاستیکي لوښو او کڅوړو کارول زیان لري.

 هغه وویل: «پلاستیکونه که کڅوړې وي یا لوښي، خپله پلاستیک له خطرناکو کیمیاوي موادو جوړ شوی، کومې څېړنې چې تر سره شوي ښیي چې پلاستیکي توکي د سرطانونو لامل کېدای شي.»

د هغه په خبره، پلاستیک د سرطان ترڅنګ په ماشومانو کې د هرموني او ذهني ناروغيو لامل هم کېدای شي.

عمري د پلاستیکي توکو د سوځولو له امله د چاپېریال ککړتیا ته په اشارې وویل: «له دې امله چې د ځينو کورنیو اقتصاد خراب دی او د سوند توکو اخیستو وس نه لري، پلاستیکي توکي سوځوي چې دا د چاپېریال ککړتیا لامل هم کېږي.»

په ورته وخت کې، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي یو استاد محمدیوسف سادات وایي: «د زراعت په صنعت کې پلاستیکي کثافات یوه جدي ستونزه ده، چې تر ډېره ورته پاملرنه نه کېږي، خو اغېزه یې د خوراکي توکو پر تولید او مصونیت ډېره ده.»

هغه وویل: «پلاستیکي کثافات کولای شي د کرنیزې سیمې خاوره ککړه کړي، د بوټو په وسیله د مغذي مناسبو موادو د جذب مانع کېږي او په نتیجه کې د هغو د ودې مانع کېږي، د پلاستیکي کثافاتو شتون کولای شي د اوبو سیسټم هم مختل کړي.»

د هغه په خبره، دمګړۍ په کال کې له ۳۵۰ میلیونو ټنو ډېر پلاستيکي کثافات تولیدیږي، په فعلي کړنو کې له تغییر پرته وړاندوېنه کېږي چې په ۲۰۲۴ کال کې به په نړۍ کې پلاستیکي کثافات درې برابره شي.

استاد سادات زیاته کړه: «که له پلاستیکي وسایلو همداسې استفاده دوام وکړي، لکه زموږ په ټولنه کې چې ترې استفاده کېږي، نه یوازې دا چې پر کرنه بده اغېزه کوي بلکې د انسانانو په روغتیا هم بده اغېزه کوي چې راتلونکي کې جدي ستونزې جوړوي او بیا د انسان له کنټروله وځي.»

هغه د چاپېریال، انسانانو او کرنې لپاره د پلاستیک زیانونو ته په اشارې وویل: «دا چې نړۍ د پلاستیک د نه تولیدولو په هڅه کې ده، ښه دا ده چې د پلاستیک په ترکیب کې د تغییر په لټه کې واوسیږي، دغه راز دې له پلاستیکونو نه د کمې استفادې په لټه کې واوسېږي، پلاستیک دې له داسې موادو تولید کړي چې له استفادې وروسته بیا ځلي پروسس شي او په دې اندازه دې د پلاستیک په ترکیب کې دقت وکړي چې له څو ځلي پروسس وروسته هغه شی پاتې شي، چې ځمکه وکولای شي هغه تجزیه کړي.»

دغه راز د چاپېریال ساتنې ادارې د ککړتیا او کثافاتو د تنظیم او کنټرول امر انجنیر طوفان جبران پژواک ته وویل: «له بده مرغه په افغانستان کې له پلاستیکي خریطو او لوښو استفاده د یوه لوکس جنس حیثیت لري چې د سودا اخیستو، له یوه ځایه بل ځای ته د توکو لېږد، د ډېرې مودې لپاره د خوړو ساتنې، له ګرد او دوړو د جامو ساتل، د ککړیو پوښښ کې د ټولنې یو ضروري ماډل دی.»

د هغه په خبره، د ډېرې مودې لپاره له پلاستیکي لوښو استفاده به چاپېریال ته لویه ستونزه پیدا کړي.

سرچینه وایي: «د هغه شمېرو له مخې چې موږ له عمده پلورونکو ټول کړي، کابل ښار کې د ورځې له ۴ ټنو ډېرې پلاستیکي کڅوړې او اجناس مصرفیږي چې دې چارې د چاپېریال لپاره ډېرې ستونزې را ولاړې کړې دي.»

د هغه په خبره، د پلاستیکي لوښو او کڅوړو د زیانونو په اړه د خلکو پوهاوي کچه ډېره ټيټه ده نو له دې امله له هغو د استفادې کچه ډېره ده.

نوموړی وایي چې د ترسره شوو څېړنو له مخې، پلاستیکي لوښي او کڅوړې د ۱۱۸ ناروغیو لېږدونکي دي.

هغه وویل چې باید له پلاستیکي شیانو په ځانګړي ډول له پلاستیکي کڅوړو د کمې استفادې بدیلې لارې ولټول شي.

انجنیر جبران وایي که څه هم د مالیې وزارت له خوا په ګمرکونو کې هېواد ته د هر ډول پلاستیکونو واردل منع شوي، خو سره له هغه بیا هم هېواد ته په قاچاقي ډول راځي.

د مالیې وزارت د عامه اړیکو رییس او ویاند احمدولي حقمل پژواک ته وویل: «مخکې هېواد ته د هر ډول پلاستیکي خریطو واردول منع شوي وو، خو څه موده مخکې د ریاست‌الوزراء په حکم یوازې هغه کڅوړې واردې شوې چې په صنعتي فابریکو کې د صنعتي محصولاتو بسته بندۍ کې ترې استفاده کېږي او کوم پلاستیکونه چې په بازار کې استفاده کېږي، ممنوع دي.»

هغه دغه راز وویل چې د داخلي تولیداتو او د دغو تولیداتو د بسته بندۍ لپاره ځينو شرکتونو یادې کڅوړې له نورو هېوادونو د هېواد بازارونو ته واردوي؛ ځکه چې دا د هېواد په داخل کې تولید نه لري.

هغه وویل: «د هغو خریطو چې په بازارونو کې د توکو په لېږد او ورځنیو چارو کې کارول کېږي مخکې هم منع وې اوس هم منع دي، یو دغه پلاستیکونه دي چې موږ یې روزانه په بازار کې اخلو او استفاده ترې کوو د هغه واردات بالکل منع دي.»

هغه زیاته کړه: «یو ډول لویې پلاستیکي خریطې دي چې د صنعت د اجناسو لپاره استعمالیږي مثلاْ موږ او تاسې وینو یو ډول پلاستیکونه دي چې په هغو کې کرتۍګانې وي، دا خریطې په داخل کې نه تولیدیږي او د هغو د وارداتو اجازه شته.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، هر هغه شی چې د چاپېریال او د خلکو لپاره زیان رسوي اسلامي امارت د هغو د استفادې مخه نیسي.

هغه وویل، اسلامي امارت پر یوه پلان کار کوي چې څنګه او څه ډول د پلاستیکي شیانو په ځانګړي ډول د پلاستیکي کڅوړو بدیل پيدا کړي.

نوموړي وویل چې اړوندې ادارې په ګډه کار کوي څو په دې اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.