Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له پاکستانه ۲۹۱ نور افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول

کابل (پژواک، ۴ لیندی ۱۴۰۲): د کاناډا د کډوالو چارو اداره وایي چې دغه هېواد ته یې په یوه چارټر الوتنه کې له پاکستانه ۲۹۱ نور افغان کډوال لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالو چارو ادارې (IRCC) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال وړمه ورځ د دغه هېواد هالیفیکس ښار ته رسېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه افغان کډوال یې له پاکستانه په یوه چارټر الوتنه کې کاناډا ته لېږدولي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې کاناډا ته لږ تر لږه ۴۰ زره افغانان رسېدلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.