Language

سرچینه: بلال کریمي په چین کې د افغانستان سفارت سرپرست وټاکل شو

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۲): یوې باوري سرچینې پژواک ته وویل چې د ا.ا مرستیال ویاند بلال کریمي په چین کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

له دې مخکې سیدمحی‌الدین سادات په چین کې د افغانستان سفارت سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.