ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د څه باندې ۷۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې

کندهار کې د څه باندې ۷۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
26 Nov 2023 - 18:31
کندهار کې د څه باندې ۷۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
26 Nov 2023 - 18:31

کندهار (پژواک، ۵ لیندۍ  ۱۴۰۲): د کندهار د سپين‌بولدک ولسوالۍ په کڅۍ سيمه کې نن د څه باندې ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۲۰۰ متره استنادي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر مولوي محمدیونس آخندزاده چې د دې دېوال د کار پيلېدو په مراسمو کې د ګډون په موخه کندهار ته تلی و وویل، دغه دېوال د سپين‌بولدک ولسوالۍ اړوند د کڅۍ په سيمه کې د کدني پر غاړه جوړيږي چې زرګونه جريبه ځمکه به له سيلابي اوبو څخه وژغورل شي.

د هغه په وينا، د دغه دېوال لګښت د ماليې وزارت له خوا ورکول کيږي او اسلامي امارت هڅه کوي چې په دغه سيمه کې د اوبو بند هم جوړ شي.

ده زياته کړه: «موږ چې هر څومره کار کوو په خپله بودجه يې کوو، د هيڅ کار لپاره موږ پور نه کوو او نه د چا مرسته د پور په ډول غواړو، پر دغه دېوال ۷۵٫۶ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت له خوا ورکول کيږي.»

دی وايي، دلته د دغه دېوال څلور برابره نور دېوال ته اړتيا ده چې جوړ شي خو اوس مهال د دغه لږ ساحې اړتيا ډېره جدي وه او دوی به د خپل توان په اندازه نورو کارونو ته هم دوام ورکړي.

هغه زياته کړه، چې د دغه پروژې په برخه کې بايد د سيمي ټول اوسېدونکي پوره هڅې وکړي تر څو په ښه ډول تطبيق سي.

دغه استنادي دېوال د سپين بولدک ولسوالۍ د کڅۍ سيمي د ترکزو، محبوب خان، قاضيانو او ندو کهول کليو څخه تيريږي چې چارې به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.

د سیمې اوسېدونکي هیله لري چې د دغه دېوال په جوړېدو سره به د دوی کورونه او ځمکې له سیلابونو خوندي شي.

د کڅۍ سیمې یو اوسېدونکی اخترمحمد وايي: «موږ ډېر خوشاله يو چې دغه دېوال جوړيږي، زموږ ځمکې او کورونه به له سيلابونو وساتل شي.»

دغه‌راز د سیمې يو  بل اوسېدونکی سيدالله هم وايي: «دا داسي کار دی لکه زما کور چې جوړيږي، ځکه هر کال به سيلابونو هم زموږ ځمکې وړلې او هم به يې زموږ کورونه خرابول خو اوس به له سيلابونو څخه وژغورل شو.»

د سيمي اوسېدونکي غوښتنه کوي چې په دغه سيمه کې بايد د اوبو بند هم ورته جوړ شي تر څو د دوی شاړې ځمکې خړوبې شي.

د دغه سيمي يو اوسېدونکی حاجي محمد رسول وايي: «موږ ته دلته بايد بند هم جوړ شي، هر کال ډيرې اوبه راځي خو راګرځي نه، نو د بند په جوړېدو سره به زموږ ځمکې هم اوبه پيدا کړي او ابادي به شي او دلته به د خلکو اقتصادي وضعيت ورسره ښه شي.»

Views: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.