Pajhwok Afghan News

متقي: هېوادونه دې د رسمي او منل شوو ادرسونو له لارې له افغانستان سره تعامل وکړي

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه دې د اقتصادي بنديزونو، د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ او نورو هغو حادو مسایلو پر حل تمرکز وکړي چې د افغانستان د پر ځان بسیاینې لامل کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبايوا سره ولیدل.

سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستنې، له راستنېدونکو سره د .ا.ا.، ملګرو ملتونو او نورو خيريه ادارو مرستو د څرنګوالي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي ارزوونکي د وروستي راپور او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

سرچینې زیاته کړې، په لیدنه متقي وویل، افغانستان کې نور جګړه پای ته رسېدلې، نو غوره به وي چې ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه د امنيت، اقتصاد، حکومتولۍ، له نشه‌یي توکو سره مبارزې او نورو برخو کې د اسلامي امارت لاسته‌راوړنو پر هڅونې او ملاتړ، اقتصادي بنديزونو لرې کولو، د افغانستان بانک کنګل شوو شتمنيو پر ازادېدو  او نورو هغو حادو مسایلو پر حل تمرکز وکړي چې د افغانستان د پر ځان بسیاینې لامل کېږي.

هغه زیاتوي، افغانستان د هر ډول بين‌الدولي قضاياوو د بحث لپاره يوازېنی مشروع او باصلاحيته ادرس لري نو ځکه د نړۍ هېوادونو او سازمانونو ته په کار ده چې د خپلو منل شوو او رسمي ادرسونو له لارې له افغانستان سره تعامل وکړي او د موازي او اضافي ميکانيزمونو د ايجاد پر ځای په افغانستان کې خپل موجوده ميکانيزمونه تقويه کړي.

د سرچینې په حواله، په دې لیدنه کې د يوناما مشرې د هرات زلزلې او د راستنېدنې بهير پر وړاندې د اسلامي امارت د رغنده غبرګون ستاينه وکړه.

سرچینې د ملګرو ملتونو ادارو ونډې ته په اشاره زياته کړه چې دوی به هڅه وکړي له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، د بزګرانو او راستنېدونکو د ملاتړ او کارموندنې په څېر نورو مواردو کې هم خپل نقش ولوبوي او د بشري مرستو ترڅنګ د کوچنيو پورونو فُرصتونه هم رامنځته کړي.

Views: 43

Exit mobile version