کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۲): په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیرې د پوهنې له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به په کابل او ولایتونو کې د ۴۰۰ ښوونځیو جوړولو او بیارغونې برخه کې مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي حبیبالله اغا نن د اروپایي ټولنې له سفیرې رافیلا ایوډېس سره وکتل.
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیبالله اغا په دې لېدنه کې ویلي: «د هېواد پرمختګ قوي ښوونیز نظام ته اړتیا لري، نو موږ غواړو چې د هېواد پرمختګ او پر ځان بسیاینې په موخه پوهنیز نظام ته وده او پراختیا ورکړو، هر ماشوم ته قلم او کتاب ورکړو، څو د زدهکړو او تخصص په ترلاسه کولو سره خپل هېواد له دغه شاتګ او شته ستونزو وژغورو.»
هغه ویلي چې د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو افغانستان له پرمختګه شا ته پرېیښی دی.
هغه دغه راز ویلي: «موږ نړۍ ته په منفي ډول پېژندل شوي یو، موږ غواړو چې دوی افغانستان ته راشي او هر څه له نږدې وګوري.»
د اروپایي ټولنې سفیرې هم په دې لېدنه کې ویلي، له افغانستان سره بشردوستانه مرستې مشروطې نه دي، اوسمهال له افغانستان سره ۱۴۳ میلیونه یورو مرسته کېږي چې په دې کې د افغانستان د پوهنې برخه هم شامله ده.
ياد پلاوي د پوهنې وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړی چې په نږدې راتلونکي کې به په مرکز او ولايتونو کې د ٤٠٠ ښوونځيو د ترميم او بيارغونې لپاره د اړتيا وړ مالي بودجه له يوې همکارې مؤسسې سره برابره کړي.
نوموړې همدا راز زیاته کړه چې له زدهکړو د پاتې ماشومانو جلبولو په موخه به د سیمهییزو زدهکړو ټولګيو شمېر په ټول هېواد کې زیات کړي.
Views: 37