پلخمري (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۲): بغلان ولایت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال اته ورځنۍ سیالۍ د بغلان برېښنا لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسېدې.
د بغلان د بدني روزنې او ورزش امر قاري محمدامیر امیري د لېندۍ په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سيالۍ نن پای ته ورسېدې.
هغه وايي چې د یادو سیالیو پایلوبې ته دوشي او د بغلان برېښنا لوبډلو لار موندلې وه چې د برېښنا لوبډلې دوشي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي ترلاسه کړه.
دغه راز د بغلان برېښنا لوبډلې مشر امین امیني پژواک ته وویل، دوی وکولای شول په پایلوبه کې درې د دوه پر وړاندې دوشي لوبډلې ته ماتې ورکړي او اتلولي ترلاسه کړي.
دی وایي، مسوولین باید بغلان کې ورزش ته د ځوانانو هڅونې په موخه د معیاري لوبغالو جوړولو لپاره اقدام وکړي.
د یادونې ده، دوه اونۍ وړاندې هم په دغه ولایت کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لس ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن