منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بغلان کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۷ کتنې

پلخمري (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۲): بغلان ولایت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال اته ورځنۍ سیالۍ د بغلان برېښنا لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسېدې.

د بغلان د بدني روزنې او ورزش امر قاري محمدامیر امیري د لېندۍ په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سيالۍ نن پای ته ورسېدې.

هغه وايي چې د یادو سیالیو پای‌لوبې ته دوشي او د بغلان برېښنا لوبډلو لار موندلې وه چې د برېښنا لوبډلې دوشي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو  اتلولي ترلاسه کړه.

دغه راز د بغلان برېښنا لوبډلې مشر امین امیني پژواک ته وویل، دوی وکولای شول په پای‌لوبه کې درې د دوه پر وړاندې دوشي لوبډلې ته ماتې ورکړي او اتلولي ترلاسه کړي.

دی وایي، مسوولین باید بغلان کې ورزش ته د ځوانانو هڅونې په موخه د معیاري لوبغالو جوړولو لپاره اقدام وکړي.

د یادونې ده، دوه اونۍ وړاندې هم په دغه ولایت کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لس ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.