کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د قرغیزستان سوداګرو په افغانستان کې د کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د کانونو او پټرولیم له وزارته یې غوښتې چې په دې برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهابالدین دلاور د قرغیزستان هېواد له سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې د قرغیزستان پانګوالو د هېواد د کانونو برخه کې د پانګونې په اړه خپله علاقمندي څرکنده کړې او غوښتنه یې کړې چې د پانګونې برخه کې دې ورته زمینه برابره او اسانتیاوې رامنځته شي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: «موږ ټولو بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې برخه کې ښه راغلاست وایو.»
دلاور یادو سوداګرو ته د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو د روان ۱۴۰۲ کال زمري میاشت کې ویلي وو چې تېر لمریز کال یې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د کوچني مقیاس ۱۰۸ او د لوی مقیاس پنځو کانونو تړونونه له خصوصي سکټور سره لاسلیک کړي دي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن