Pajhwok Afghan News

پنجشېر کې د نږدې ۳۱۹ زره امریکایي ډالرو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پاراخ (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): ځایي سرچینې وایي، پنجشېر ولایت کې څه باندې ۴۷۹۴ قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې په نږدې ۳۱۹ زره امریکایي ډالرو وپلورل شول.

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې د دغه ولایت د کانونو رییس عبدالقاسم امیري له قوله راغلي چې د یاد زمردو داوطلبي نن د سیمه‌ییزو چارواکو په شتون کې ترسره شوه.

هغه ویلي چې د یادې داوطلبۍ له لارې ۴۷۹۴.۷ قیراطه زمرد په ۳۱۸۹۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د پنجشېر والي محمداغا حکیم هم ویلي، هڅه کوي د کانونو او پټرولیم وزارت او نړۍوالو خصوصي شرکتونو سره په همغږۍ د زمردو استخراج په معیاري ډول ترسره کړي.

د یادونې ده، پنجشېر کې د زمرد کانونو استخراج له شاوخوا دوو کلونو ځنډ وروسته د روان کال د زمري په ۲۴مه بېرته پیل شو او له هغه وروسته دا اووم ځل دی چې استخراج شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې پلورل کېږي.

د راپورونو له مخې، اوسمهال پنجشېر کې د زمرد ۷۰۰ کانونه شته چې له دې ډلې ۵۰۰ یې فعال او پاتې نور یې غیرفعال دي او ډېری دغه کانونه د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د پنجشېر زمرد چې روښانه زرغون رنګ لري، له نړۍ‌وال شهرته برخمن دي او د نړۍ یو له قیمتي او ارزښتناکو منرالونو شمېرل کېږي.

Views: 596

Exit mobile version