کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت وايي، د ۳۱۳ مرکزي قلاردو تخنیکي او مسلکي انجینرانو په هلو ځلو ۲۴ «اېمرپ» امریکايي ټانګونه ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
د دفاع وزارت پر خپله اېکسپانه ليکلي، ياد ټانکونه د تېرو جګړو پر مهال تخریب شوي وو چې د ۳۱۳ مرکزي قولاردو اړوند تخنیکي او مسلکي انجینرانو په هلو ځلو ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
سرچينه زياتوي چې ډېر شمېر نور وسايط هم د یادې لوا په ورکشاپونو کې تر ترمیم لاندې دي.
سرچينې زياته کړې، د ترمیم شوو وسایطو خونديتوب لپاره مناسب ځایونه شته او د اړتیا پر مهال به ترې ګټه واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په شمال زون کې د الفتح قولاردو مسلکي انجنیرانو هم د لېندۍ په شپږمه ویلي وو چې شاوخوا ۹۰ بېلابېل نظامي وسایط يې ترمیم او بېرته فعال کړي دي.
Views: 174
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن