کابل (پژواک، ۱۵ ليندۍ ۱۴۰۲): کابینې یوه پلاوی ته دنده سپارلې څو د سرطاني او زړه ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه د معیاري طبي کمپلکس جوړولو لپاره د ځمکې د تشخیص چارې ترسره کړي.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د لیندۍ په ۱۳ مه د رئیس الوزرا ملامحمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه.
سرچېنې لیکلي چې په دغه غونډه کې له اړونده ادارو څخه تشکیل شوي پلاوی ته دنده وسپارل شوه، څو د سرطان او قلبي ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه د معیاري طبي کمپلکس جوړولو لپاره د ځمکې د تشخیص چارې ترسره کړي.
خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
خبرپاڼه کې همدا راز د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي شوي چې په دغه غونډه کې د صکوکو مطبعې د پیاوړتیا او معیاري کېدو په اړه هم بحث شو او په دې برخه کې اړوندو ادارو ته د لازمو اقداماتو سپارښتنه وشوه.
د کابینې په غونډه کې د ښي لاس موټرونو د زیاتوالي مخنیوي په اړه جوړې شوې طرحې په اړه هم پرېکړه شوې چې یاده طرحه دې دقیقه وکتل شي څو یې په پلې کېدو سره موثرې پایلې ترلاسه شي.
ارګ لیکلي چې غونډه کې په نظامي مرکزونو او یو شمېر ولایتونو کې له بهرنیو ځواکونو څخه د پاتې طبي تجهیزاتو او د ساتنې او ښې استفادې په موخه یې فعالو روغتیایي مرکزونو ته د انتقال په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن