Pajhwok Afghan News

یونیسف: په افغانستان کې د پولیو له منځه وړولو لپاره جدي هلې ځلې کوو

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» وایي، افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په کې پولیو «ګوزڼ» شتون لري.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د یونیسف له ساحوي مسوول سنجی ویجسیکیرا او «د بیل او ملینډا ګیټس بنیاد» رییس کریس الیاس او مل پلاوي سره کتلي دي.

سرچینې ویلي، په دې کتنه کې د یونیسف ساحوي مسوول سنجی ویجسیکیرا وویل چې یونیسف په بېلابېلو او په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوي.

هغه ویلي: «افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه په کې پولیو (فلج) شتون لري، خو موږ غواړو چې نړۍ په بشپړ ډول له پولیو وژغورو.»

نوموړي دغه راز په دې لیدنه کې له اسلامي امارته غوښتي چې په دې برخه کې له یونیسف سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

حنفي په دې لیدنه کې وویل چې اسلامي امارت په ټولو برخو په ځانګړي ډول د پولیو د له منځه وړلو برخه کې هر راز مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.

حنفي له یادو کسانو غوښتنه وکړه چې په لرو سیمو کې هم د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.

د یادونې ده، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر جولای میاشتې پورې په ټول هېواد کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

Views: 49

Exit mobile version