ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر اسیایی جام سیالیو مخکې راشد خان له ۱۹ کلنو لوبغاړو ته مشورې او سپارښتنې ورکړې

7 Dec 2023 - 22:43
7 Dec 2023 - 22:43

اټلانټا (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۲) : تر اسیایي جام سیالیو مخکې ملي اتل راشد خان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لوبغاړو سره خپلې تجربې، مشورې او سپارښتنې شریکې کړې.

ټاکل شوې ده، چې د۱۹ کلنو اسیایي جام سیالۍ د جمعې په ورځ ( دلېندۍ په ۱۷مه) په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او هند له لوبې سره پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي راشدخان نن ماښام د زوم له لارې د نوولس کلنو ملي لوبډلې له لوبغاړو سره خبرې وکړې او خپلې مشورې یې ورسره شريکې کړې.

راشدخان لوبغاړو ته وويل, چې بشپړ يووالي او جذبې سره لوبغالي ته ښکته شئ او د هېواد غوره استازيتوب وکړئ, ځکه هېوادوال ستاسو برياو او وياړونو ته شېبې شمېرې او په تاسو سخت وياړي.

د نوولس کلنو ملي لوبډلې لوبډلمشر نصيرخان هم د لوبډلې په استازيتوب د راشدخان له مشورو او ډاډ مننه وکړه او وې ویل ، لوبډله د برياو لپاره راغلې ده او په پوره يووالي او جذبې سره به د لوبو ډګر ته ښکته کېږي او د اتلانو په څېر به افغانستان ته وياړونه راوړي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله په یاد سیالیو کې د ګډون په موخه د متحده عربي امارتو په لور روانه شوه.

د دغو سیالیو الف ګروپ کې افغانستان، هندوستان، پاکستان او نیپال شامل دي او په ب ګروپ کې د بنګله‌دېش، سریلانکا، متحده عربي امارت او جاپان لوبډلې شاملې دي.

په دغو سیالیو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د هندوستان پر وړاندې ترسره کړي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version