پلخمري (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د کوشاني دورې د اطلاعاتو مرکز (چمکلا) د پخوانیو شاهانو د مېلمستیا او دودیزو میلو ځای و، خو اوس پر یوې خاورینه غونډۍ بدله شوې او بیارغولو ته جدي اړتیا لري.
چمکلا د مرکزي بغلان ولسوالۍ د دوولسم سړک سویل ته په درې کیلومټرۍ کې موقعیت لري چې د پخواني پاچا ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال به د لمریز کال په پيل کې د یوې اونۍ لپاره د شاه په شتون په کې دودیزه میله جوړېده.
د همدې سیمې یوه قومي مشر او جهادي قوماندان سیدمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روسانو د یرغل پر مهال يې د چمکلا پر غونډۍ د مجاهدینو لپاره مورچل جوړ کړی و.
هغه زیاتوي: «د جهاد پر مهال مې پر دغه غونډۍ د جګړې لپاره مرچل جوړ کړی و، دغه غونډۍ پر شاوخوا سیمه د واک لپاره ډېره مهمه وه؛ ځکه هر بهرني یرغلګر او ځایي واکمن غوښتل پر دې غونډۍ حاکم وي، خو له بده مرغه د هماغو جګړو له امله اوس یوازې یوه خاورينه غونډۍ پاتې ده.»
هغه وویل چې حکومت باید دغه سیمه بېرته ورغوي څو د پخوا په څېر په کې یو ځل بیا دودیزې مېلې پیل شي.
دغه راز، د دې سیمې یو بل قومي مشر خیالمحمد اتل وايي، دغه کلا د پخوانیو پاچاهانو د میلمستیا او مېلې ځای و.
هغه وویل: «خپله ظاهر شاه به د تفریح لپاره دې کلا ته راته، خو د کورنیو جګړو پر مهال په کې خپل سرې کېندنې وشوې ځینې لرغوني توکي یې لوټ شول، ډېره برخه یې ویجاړه شوه او اوس یوه تشه خاورینه غونډۍ پاتې.»
دغه راز یادې لرغونې غونډۍ ته څېرمه د ټغر کلي اوسېدونکي او پخواني جهادي قوماندان تازه دین پژواک ته وویل: «څو کاله وړاندې یو بهرني د چمکلا په لیدلو سره وویل دا تپه عادي مه ګڼئ! په دې غونډۍ کې دومره قیمتي کاڼي شته چې وران بغلان پرې څو وارې جوړېدای شي، تاسو ټولو ته به سړکونه او برېښنا هم جوړه شي خو چې سمه ساتنه یې وکړئ.»
د بغلان یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د یادې تاریخي سیمې د بیارغولو غوښتنه يې وکړه.
په دې اړه د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر مولوي عزت میر حقاني پژواک ته وویل چې د چمکلا په ګډون يې وزارت ته د څو مهمو تاریخي سیمو د بیارغولو وړاندیز کړی دی.
هغه وايي، شاوخوا دوه نیم زره کاله وړاندې چمکلا د کوشانیانو د یوه پهلوان له لوري د اطلاعاتو مرکز لپاره جوړ شوې وه.
هغه وویل چې دا مهال د یادې تاریخي سیمې ډېرې برخې ویجاړې شوې او ځینې سیمې د خلکو له لوري نیول شوې او د استوګنې کورونه پر جوړ شوي دي.
خو نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې دغه تاریخي سیمه بیاورغوي څو خلکو ته د مېلو یو مناسب ځای برابر شي.
د یادونې ده، د چمکلا په ګډون ۱۰۶ سیمې په بغلان کې د تاریخي ځایونو په توګه ثبت شوې دي.
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن