ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار شریف ښار کې د موبایلونو دوه تنه غله و وژل شول

مزار شریف ښار کې د موبایلونو دوه تنه غله و وژل شول

author avatar
10 Dec 2023 - 02:46
مزار شریف ښار کې د موبایلونو دوه تنه غله و وژل شول
author avatar
10 Dec 2023 - 02:46

اټلانټا (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د بلخ ولایت مقام وایي چې په مزار شریف ښار کې د موبایلونو دوه تنه غله له امنیتي ځواکونو سره په یوه نښته کې ووژل شول.

د بلخ ولایت مقام لخوا دلېندۍ په ۱۸مه، د شپې ناوخته په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دا پېښه د نهمي امنیتي حوزې اړوند د دښت ښور په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، دوه تنه غله په یاده  سیمه کې یې یو عدد (آیفون ۱۲) د تمانچې په زور له یوه ولسي وګړي څخه اخیستی او هغه یې زخمي کړی هم و.

په خبرپاڼه کې راغلی، چې غله په سیمه کې د امنیتي ځواګونو له ګزمې سره مخامخ او له هغوی سره د مقاومت په پایله کې و وژل شول.

ولایت مقام ویلي چې له هغوی څخه یو میل تمانچه او یوه عراده موټرسایکل ترلاسه شوي.

Views: 110

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.